عبدالله عبدالله د صلحې د مذاکراتو په دوام ټینګار وکړ
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د جنګ جګړو او نښتو د ختمیدو په موخه مطلوبې نتیجې ته تر رسیدو پورې د صلحې د مذاکراتو د دوام غوښتنه وکړه
«عبدالله عبدالله» نن په کابل کښې یوې خبري ناستې کښې، په افغانستان کښې دننه د صلحې د مذاکراتو د کیدو په هکله د ولسمشر اشرف غني د غوښتنې په غبرګون کښې وویل: نه دي پکار چې د خبرواترو د ترسره کیدو ځاې د مذاکراتو د راتلونکي پړاؤ د پیلیدو مخه ونیسي.
د افغانستان د صلحې د عالي شورا مشر زیاته کړه: که څه هم زما ترجیح دا ده چې د صلحې خبرې اترې په افغانستان کښې وشي څو د دې هیواد خلک په کښې ونډه ولرلې شي.
هغه وویل: د افغانستان د حکومت د مرکچي ټیم غړي هیواد ته ستانه شوي دي او نن به ورسره کتنه ولرم.
یاده دې وي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کښې د دغه هیواد په خاوره کښې د مذاکراتو د راتلونکي پړاؤ په ترسره کیدو باندې په ټینګار سره ویلي وو چې له دې لارې به لګښتونه کم شي او د صلحې په بهیر باندې د بهرنیو اغیزو مخنیوې به وشي.
له بلې خوا طالبانو هم د قطر پر ځاې کابل کښې د صلحې د خبرواترو د کیدو په هکله د افغانستان د ولسمشر وړاندیز رد کړی دی.