افغان محصلینو د ناروغانو د درملنې لپاره یو مشین جوړ کړی دی
Jan 08, 2021 17:24 Asia/Kabul
د افغانستان د رباني پوهنتون محصلین له لرې څخه د ناروغانو د درملنې د ټیکنالوجۍ د مشین په جوړولو کښې کامیاب شوې دي.
د افغانستان د رباني پوهنتون محصلین له لرې څخه د ناروغانو د درملنې د ټیکنالوجۍ د مشین په جوړولو کښې کامیاب شوې دي.
د کابل د رباني پوهنتو د کمپیوټري زده کړو د ډیپارټمنټ یوه ډله محصلین د یو داسې مشین په جوړولو کښې کامیاب شوي دي چې په وسیله یې ډاکټران کوې شي په ناروغانو کښې د ژوند علامې او د زړه، نبض او د بدن د تاودوخې د معاینې او د ناروغه کس د کوټې نم او رطوبت او آلودګي معلومولې شي.
د دغه رپورټ له مخې د یادې ټیکنالوجۍ په استعمال سره ډاکټران کولې شي چې له ناروغه کس سره له نیغ په نیغه تماس او نزدې کیدو پرته د هغه د حالت په هکله معلومات ترلاسه کړي.