افغانستان کښې عادلانه صلحې ته زمینه برابره شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96880-افغانستان_کښې_عادلانه_صلحې_ته_زمینه_برابره_شوې_ده
افغان ولسمشرعادلانه صلحې ته له بل هر وخت نه زياته د زمينې برابرېدو خبره وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2021 02:59 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې عادلانه صلحې ته زمینه برابره شوې ده

افغان ولسمشرعادلانه صلحې ته له بل هر وخت نه زياته د زمينې برابرېدو خبره وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وويل افغانستان له بل هر وخت نه زيات تلپاتې او عادلانه صلحې ته د رسیدو لپآره غوره حالت کښې شتون لري. غني زیاته کړه، چې په یاده برخه کې به په راتلونکو میاشتو کې ملي شورا سره مشورې وشي او په وینا یې د جدي مذاکراتو مقصد دا دے چې یوې حل لارې پیدا کولو لپاره زمینه برابره شي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په دوام کښې وویل، د اجرائیه او مقننه قواو ترمنځ د ملګرتيا نوے باب شروع شوےاو په ګډه به د ملت غوښتنې عملي کړوو. نوموړي دا خبرې پرون د ولسي جرګې غړو سره د لیدنې په مهال په سلام خانې ماڼۍ کې کړي دي.