د قطر دموافقې په نه منلوسره امریکایان نوی جنګ پيلوي
د افغانستان د سولې خبرې اترې د ۲۰۲۰کال له ستمبره پیل شوي ،خو د ډيرو اختلافاتو او پخپلو دریځونو د ټينګار په دلیل سستې روانې دي البته ځيني کارپيژاندي وائي دواشنګټن دچارواکو په ګوت وهنو او د نوي حکومت راتللو دغه خبرې نوره هم دشکونوله شپول سره مخامخ کړي دي .
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی، د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دغه ډله د قطر دم وافقې په باب بیا خبرې او بیا کتنه نه مني ا و که امریکا ددغې موافقې خلاف ورزي وکړي ،نو د یوه نوي جنګ پیلونکي به وي .
مجاهد وئيلی دي ، که امریکایان مونږ ته په سوله ایز ډول دآزادۍ اجازت نه راکوي ،نو مونږ به د جنګ په وسیله خپل هیواد آزاد کړو. د طالبانو دغه ویندوي د جوزف بایډن د حکومت په وسیله د قطر د موافقط دارزونې په باب وئيلي دي ، هرډول بله او نوی موافقه به د نوي جنګ پیلونکي وي ، او طالبانوډله به له افغانستانه دبهرنیو عسکرو د وتلو دمهلت تمدیدول هیڅکله هم ونه مني .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې خبرې اترې د ۲۰۲۰کال له ستمبره پیل شوي ،خو د ډيرو اختلافاتو او پخپلو دریځونو د ټينګار په دلیل سستې روانې دي البته ځيني کارپيژاندي وائي دواشنګټن دچارواکو په ګوت وهنو او د نوي حکومت راتللو دغه خبرې نوره هم دشکونوله شپول سره مخامخ کړي دي .