خلک دې دطالبانو په ضد له افغان پولیسو سره ملګرتیا وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96984-خلک_دې_دطالبانو_په_ضد_له_افغان_پولیسو_سره_ملګرتیا_وکړي
د پسرلي په رارسیدو سره د کارپيژاندو په وینا، د طالبانوډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ د حملو اوج زیات شوی او دواړه لورو خپلو ځواکونو ته د تیارسي فرمان صادر کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2021 01:07 Asia/Kabul
  •  خلک دې دطالبانو په ضد له افغان پولیسو سره ملګرتیا وکړي

د پسرلي په رارسیدو سره د کارپيژاندو په وینا، د طالبانوډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ د حملو اوج زیات شوی او دواړه لورو خپلو ځواکونو ته د تیارسي فرمان صادر کړی دی .

 زمونږخبریال د طلوع  خبری آژانس له قوله راپور راکړی ،د  افغانستان د کابل دپولیسو قوماندان جمشید طوطاخیل په افغانستان کې د امنیتی او دفاعي ځواک د ملی ورځ د رارسیدو په درشل کې پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې   له ملی امنیتي  اورګانونو سره د  خلکو دملګرتیا  غوښتنه کړې او  وئيلي ئې دي ، د امنیتي  حالاتو د ښه کولو لپاره د خلکو ملګرتیا ته اړتیا لري .

 هغه پر ولس غږ کړی ،د امنیتی شکمنو  موردونو په باب دې سملاسي  پولیسو ته اطلاع ورکړي څو  له بوږنونکو پيښو مخکې  د جنایتونو مخه ونیول شی .

 دافغانستان  حکومت  دکب دمیاشتې نهمه نیټه  د امنیتی دفاعي  ځواک ملی ورځ نومولې  او  هر کال په دې مناسبت دستورې  جوړوي .

داپه داسې حال کې  دي ، چې  د پسرلي  په رارسیدو سره  د کارپيژاندو په وینا، د طالبانوډلې او امنیتی مامورانو ترمینځ  د  حملو اوج  زیات شوی او  دواړه لورو  خپلو ځواکونو ته د تیارسي فرمان صادر کړی دی .