پاکستان قطرسره دګیسو دوارداتو لس کلن تړون لاسلیک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96986-پاکستان_قطرسره_دګیسو_دوارداتو_لس_کلن_تړون_لاسلیک_کړ
له قطر څخه د پاکستان د ګیسو د وارداتو تړون په داسې شرائطو کې دی چې اسلام اباد د ایران پاکستان د سولې د پایپ لاین د تړون د لاسلیک کیدا څه د پاسه شپږو کلونو له تیریدا سره سره ، تر دې دمه په دې زمینې کې د خپلو ژمنتیاؤ د اجرا لپاره هیڅ عملی اقدام نه د ی کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 27, 2021 01:19 Asia/Kabul
  • پاکستان قطرسره دګیسو دوارداتو لس کلن تړون لاسلیک کړ

له قطر څخه د پاکستان د ګیسو د وارداتو تړون په داسې شرائطو کې دی چې اسلام اباد د ایران پاکستان د سولې د پایپ لاین د تړون د لاسلیک کیدا څه د پاسه شپږو کلونو له تیریدا سره سره ، تر دې دمه په دې زمینې کې د خپلو ژمنتیاؤ د اجرا لپاره هیڅ عملی اقدام نه د ی کړی .

 ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ،  د پاکستان د تیلو او انرژۍ دچارو زویر عمر ایوب خان  پرون له خپل قطري همڅنګ سره په یولړ دستورو کې  د پا کستان د لومړي وزیر عمران خان په شتون کې له قطر څخه د ایل این جي مائع ګیسو  د دیرش  میلیون ټنه واریداتو لپاره لس کلن تړون لاس لیک کړ .

  د اسلام اباد دچارواکو په وینا ،  له قطر سره  اوسنی تړون  چې یو لړ اصلاحات پکې شوي دي ، هغه تړون ته ورته دی چې  پاکستان څو کاله  مخکې د مائع ګیس د وارداتو لپاره  له قطر سره د شلو کالو لپاره  لاسلیک کړی ؤ .

 د پاکستان  دلومړي وزیر ځانګړی سلاکار  ندیم بابر هم وئيلی دي ، له قطر سره د مایع ګیسو په اړه نوی تړون  لابشپړتر دی او په هرو څلورو کلونو کې به نوی شي .

پاکستان  ډير زیات  د انرژۍ په تیره بیا د ګیسو  له کمښت سره  مخامخ دی  اوپه ژمي کې دپاکستان په زیاترو ښارونو او نورو سیمو کې دګیسو له غوڅیدا سره  لاس اوګریوان وي .

Image Caption