طالبانوسره هوکړه په افغانستان کې دنورو دنه لاسوهنې ضمانت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96988-طالبانوسره_هوکړه_په_افغانستان_کې_دنورو_دنه_لاسوهنې_ضمانت_دی
افغان چارواکي او ځيني سیاستوالان او ولس ځیني هیوادونه په افغانستان کې د جنایتکارو ترهه ګرو په ملاتړ او ملګرتیا تورنوي چې له تیرو څو لسیزو راهسې ئې د افغان ولس ژوند تریخ کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 27, 2021 01:43 Asia/Kabul
  •      طالبانوسره هوکړه په افغانستان کې دنورو دنه لاسوهنې ضمانت دی

افغان چارواکي او ځيني سیاستوالان او ولس ځیني هیوادونه په افغانستان کې د جنایتکارو ترهه ګرو په ملاتړ او ملګرتیا تورنوي چې له تیرو څو لسیزو راهسې ئې د افغان ولس ژوند تریخ کړی دی .

زمونږخبریال   راپور راکړ د افغانستان ولسمشر  محمد اشرف غني پرون په کابل کې د بازار جوړونې  او   د ځوانانو د ملی بحث په عنوان سره په یولړ دستورو کې  وئيلي دي ، د افغانستان  حکومت د سولې تګ‌لاره یوازې له طالبانو سره خبرې نه، بلکې له نړۍ د دې تضمین اخیستل ګڼي چې د افغانستان په خاوره کې به څوک لاسوهنه نه‌کوي.

اشرف غني وئيلي دي،سوله یو هدف دی او افغان حکومت‌ئې د ټینګیدا لپاره نقشه لري،خو له  افغانانو داحق،له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې غصب شوی دی.

 داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان  دولسمشرمرستیال ویندوي دواخان مینه‌پال  د اشرف غني د څرګندونو په اړه  ویلي دي ،  سیمه او نړۍ باید د افغانستان حکومت ته ضمانت ورکړي چې دوي د ترهه ګرو ډلوتمویل،  ملاتړ او روزنه نه‌کوي. په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې په یو غږ مبارزه کوي.

داپه داسې حال کې دي چې  افغان چارواکي او  ځيني سیاستوالان او ولس ځیني هیوادونه  په افغانستان کې د  جنایتکارو ترهه ګرو په ملاتړ  او ملګرتیا تورنوي  چې  له تیرو څو لسیزو راهسې ئې د افغان ولس ژوند تریخ کړی دی .