په افغانستان کې د اور بند ټینګیدا دسولې لپاره زمینه هواروي
افغان چارواکي په زلمي خلیلزاد هیڅ باؤر او ډاډ نه لري ، ځکه چې هغه د سولې دخبرواترو دبندون اصلي عامل ګڼي چې په افغانستان کې د موقته حکومت په جوړولو پسې دی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا دفتر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد نن سهار له عبدا... عبدا....سره لیده کاته کړي او د امریکا د نوي حکومت له خوا ئې د سولې دخبرواترو دبهیر او په موافقې د بیا کتنې په باب خبرې اترې کړي دي .
همداراز عبدا... عبدا... او خلیلزاد په دوحې کې د ددغو خبرواترو د دوهم پړاؤ د بهیر د چټکولو ، د تاؤتریخوالو د کمیدا او په افغانستان کې د دایمي سولې دترلاسه کولو په باب بحث او دنظر تبادله کړې ده .
دغه خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کیږی ، چې ټاکل شوې ده خلیلزاد د پاکستان ،متحده عربي اماراتو په څير ځینو سیمه ایزو او نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي .خو سیمه ایزو هیوادونو ته د افغان توکمه امریکائي ډيپلوماټ دغه سفرپه داسې حال کې چې تردې دمه دغه ډول سفرونو هیڅ نتیجه نه ده درلودلي او یوازې د ا فغانانو ترمینځ د سولې دخبرواترو ددریدا او دجنګ او وژلود پراختیا لامل شوي دي.
افغان چارواکي په زلمي خلیلزاد هیڅ باؤر او ډاډ نه لري،ځکه چې هغه د سولې دخبرواترو دبندون اصلي عامل ګڼي چې په افغانستان کې د موقته حکومت په جوړولو پسې دی .