د سولې ټينګیدا او دجنګ پاي،د حکومت یومهم لومړیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97320-د_سولې_ټينګیدا_او_دجنګ_پاي_د_حکومت_یومهم_لومړیتوب_دی
د افغانستان ولسمشر په دغه پیغام کې وئيلي د ي، تل پاتې سولې ته رسیدا د ولس غوښتنه ده او تیر ۴۲کلونه چې د افغانستان ملت له خپلو تر ټولو اساسی حقوقو محرومه شوی،د جنګ او ترینګلتیاؤ دختمیدا غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2021 08:13 Asia/Kabul
  • د سولې ټينګیدا او دجنګ پاي،د حکومت  یومهم لومړیتوب دی

د افغانستان ولسمشر په دغه پیغام کې وئيلي د ي، تل پاتې سولې ته رسیدا د ولس غوښتنه ده او تیر ۴۲کلونه چې د افغانستان ملت له خپلو تر ټولو اساسی حقوقو محرومه شوی،د جنګ او ترینګلتیاؤ دختمیدا غوښتونکی دی .

 زمونږخبریال د آریا نیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن سهار د افغانستان  ولس،چارواکو او پارلیماني استازو ته په یوه پیغام کې د تل پاتې اوحقیقي سولې پر تحقق چې پکې خپلواکي،ملی وحدت او د ولس د برخلیک ټاکل د دوي خپلو لاسونو ته سپارل شوی وي ، ټينګار وکړ .

 د افغانستان ولسمشرپه دغه پیغام کې وئيلي د ي، تل پاتې سولې ته رسیدا د ولس غوښتنه ده او تیر ۴۲کلونه چې د افغانستان ملت له خپلو تر ټولو اساسی حقوقو محرومه شوی،د جنګ او ترینګلتیاؤ دختمیدا غوښتونکی دی .

  په دغه پیغام کې همداراز راغلی دي ، دافغانستان حکومت هاله تل پاتې سولې ته رسیږي،چې ولس پکې ځاان  ونډه لرونکی وګڼي  او خپل برخلیک  د پرَدَیو  له لاسوهنې پرته وټاکي .

 د اشرف غني په پیغام کې  روښانه شوې ده،ترهه ګر هڅه کوي په عالمانو مدني ټولنې،خبریالانو، دبشري حقوقو پر فعالانو او په ټولنې کې پر ښځينه فعالانو باندې دهدفمنو حملو په کولو سره ، په  خلکو کې  ویره او وحشت رامینځةکړي . د  افغانستان ولسمشر  د موقته حکومت  او له طالبانو سره د مشارکتي  حکومت له جوړولو سره  په مخالفت کې  چې  دافغانستان د جنګ د ی اصلي لوبغاړي یعني امریکا یوه نامعقوله غوښتنه ده ټینګار کړی ،د انتخاباتو له لارې د قدرت منتقلیدا،د منلو وړ معاملې  اصل دی . هغه په ډاګه کړې ،د افغانستان حکومت تیار دی ،د آزادو او شفافو انتخاباتو دترسره کیدا په باب عملي ګام پورته کړي او  اساسی قانون او جمهوریت ته ژمن پاتې شي .

 د اشرف غني دغه څرګندونې   په داسې حال کې دي ، چې  امریکائي چارواکي  په غولونکو، لمسونکو او ګوت وهونکو څرګندونو سره د سولې دټينګیدا او د  جنګ د ختمولو په باب درستې موخې  په اوبو لاهوو کوي .