افغان حکومت د ترکیې او روسیې په غونډو کې برخه اخلي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د ترکیې او روسیې په کېدونکو ناستو کې د افغان حکومت د ګډون خبر ورکړ.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په کابل کې خبریالانو ته وویل چي د افغانستان د حکومت یو پلاوی به د ترکیې او د روسیې په غونډو کې ګډون وکړي.
هغه وویل، د افغانستان د مصالحې عالي شورا او د بهرنیو چارو وزارت پر دې کار کوي چې په یادو ناسته کې د نورو هېوادونو د ګډون کچه معلومه کړي تر څو خپل پلاوی اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه چی که د طالبانو ګډون د دوحې د پلاوي په کچه و، د افغان حکومت پلاوی به هم په دې ناسته کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا د نوې طرحې پر اساسي د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته جوړه شي، څو د جګړې ښکېل لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.
بلخوا، په پام کې ده چې په نېږدې ورځو کې په روسیه کې هم د افغان سولې په تړاو غونډه وشي او دې غونډې ته د افغان حکومت د مشرانو په ګډون طالبان هم بلل شوي دي.
د مسکو غونډه به د اپرېل په میاشته کې تر سره شي لیکن تر دې دمه د ترکیې د ناستي نېټه نه ده ټاکل شوې.
یادي ناستي په داسي حال کې تر سره کیږي چي تر دې مخکې هم په لسګونو ناستې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د امریکا په حضور سره تر سره شوي چي هیڅي پایلي نه دي درلودلي.
د کارپوهانو په وېنا د افغانستان کړکېچ یوازې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره حل کېدایشي او په دې باور دي چي د ایران اسلامي جمهوریت د سیمي د کړکېچ په تېره بیا د افغانستان د مسالې په حل کې مهم رول لوبولای شي.