طالبانو د قندهار ولایت د پولیسو په مرکز حمله کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98160-طالبانو_د_قندهار_ولایت_د_پولیسو_په_مرکز_حمله_کړې
طالب وسله والو له چاودونکو موادو د ډکو دوو ټانکونو په کارولو سره د قندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ په ودانۍ حمله وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 02:50 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

طالب وسله والو له چاودونکو موادو د ډکو دوو ټانکونو په کارولو سره د قندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ په ودانۍ حمله وکړه

طالب وسله والو له چاودونکو موادو د ډکو دوو ټانکونو په کارولو سره د قندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ په ودانۍ حمله وکړه

د قندهار ولایت د پولیسو د قومندانۍ امنیتي مرستیال غورځنګ آفریدي پرون وویل چې په ارغستان ولسوالۍ کښې د پولیسو د قومندانۍ ودانۍ د طالبانو له خوا له بمونو د ډکو دوو ټانکونو د چاودنې هدف ګرځیدلې ده او ورپسې د افغان پوځیانو او طالبانو ترمینځ وسله واله نښته پیل شوه.

هغه زیاته کړه چې په دغې نښتې او چاودنو کښې یوشمیر افغان پوځیان او طالبان مړه او ژوبل شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي چې په یادو چاودنو کښې درې افغان پولیس مړه او څور نور ژوبل شوي دي.

په دوحه کښې د صلحې د مذاکراتو له ځنډیدو او ماتې وروسته د افغانستان په مختلفو سیمو کښې نښتو او تاوتریخوالې سخت زیات شوی دی.