طالبانو د افغاسنتان د حکومت خلاف د جنګ اعلان کړی دی
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار د طالب ډلې په جنګ غوښتنې باندې په اعتراض سره د صلحې په مذاکراتو کښې له ګډون سره د دغې ډلې مخالفت د کابل حکومت خلاف د طالبانو د اعلانِ جنګ په معنا وباله
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار د طالب ډلې په جنګ غوښتنې باندې په اعتراض سره د صلحې په مذاکراتو کښې له ګډون سره د دغې ډلې مخالفت د کابل حکومت خلاف د طالبانو د اعلانِ جنګ په معنا وباله
حمد ا... محب پرون د ملي دفاع د وزارت له سرپرست او د کورنیو چارو له مرستیال وزیر یاسین ضیا سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل: طالب ډلې سره له دې چې هیڅکله یې حملې او نښتې نه دي بندې کړې، یوځل بیا یې هم د حکومت خلاف د جنګ اعلان کړی دی.
حمد ا... محب زیاته کړه: که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له طالبانو سره د صلحې موافقه لاسلیک نه شي نو افغانستان به یوځل بیا کورني جنګ ته ستون شي.
دغه افغان چارواکي د استنبول د صلحې د غونډې په هکله هم زیاته کړه: د استنبول د کانفرنس د ترسره کولو لپاره هلې ځلې روانې دي خو په دغې غونډې کښې د ګډون نه کولو په هکله د طالبانو دریځ یې راتلونکی له شکونو سره مخامخ کړی دی.
ټاکل شوې وه چې پرون په استبول کښې د افغانستان د صلحې په هکله یوه غونډه ترسره شوې وی خو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو کښې د واشنګتن د لوظ ماتونو په دوام سره طالبانو وویل چې د بهرنیو نیواکګرو په شتون سره په افغانستان کښې د صلحې تمه نه شي کیدې، په دې وجه د استنبول غونډه هم یوځل بیا وځنډیدله.