-
هېڅ پلمه نهشي کولای له زدهکړو د افغان نجونو محروميت توجيه کړي
Sep 19, 2024 03:04د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر ریچارد بېنیټ وایي، هېڅ پلمه نهشي کولای له زدهکړو او تحصیله د افغان نجونو محرومیت توجیه کړي.
-
افغانستان په لومړي ځل په کریکټ کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
Sep 19, 2024 02:59د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۶ وېکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
-
طالبانو په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې
Sep 18, 2024 04:11د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې.
-
طالبان: په افغانستان کې د پولیو واکسینو د ورکړې بندول حقیقت نه لري
Sep 18, 2024 04:07د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې د پولیو واکسین د ځنډولو خبر حقیقت نه لري.
-
جرمني او ازبکستان د ماهرو کارګرو د منلو او د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هوکړه کړې
Sep 17, 2024 02:48د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز ویلي چې دې هېواد او ازبکستان د ازبکستاني ماهرو کارګرو د منلو او د یو شمېر کډوالو د ایستلو په برخه کې تړون لاسلیک کړی دی.
-
اوس مهال په افغانستان کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي
Sep 17, 2024 02:36د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې به د مالګې کان له کېندنې سره، د مالګې په برخه کې په کوردننه اړتیاوې پوره شي.
-
د کابل - جلال اباد پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
Sep 16, 2024 12:37د کابل - جلال اباد پر لویه لاره یوې ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
-
طالبانو په افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين ځنډولی
Sep 16, 2024 12:28ملګرو ملتونو نن دوشنبه ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی دی.
-
طالبانو له ایران سره پر پوله پروت ولایت کې د داعش خلاف عملیات کړي
Sep 16, 2024 01:34افغان خبری سرچینو له ایران سره په سرحدی ولایت کښې د داعش د اوو غړیو د نیول کیدو خبر ورکړ.
-
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې پر هزاره شیعه وو وروستی برید «بې رحمانه» بللی
Sep 15, 2024 10:39زمونږ خبریال راپور راکړی د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا دفتر د افغانستان د دایکندي او غور لارې په اوږدو کې پر هزاره شیعه وو د داعش وروستی برید «بې رحمانه» بللی او غندلی یې دی.