د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: د وینزویلا ټاکنې د ډیموکراسۍ د بنسټ ایښودلو ښودنه کوي
(last modified Mon, 29 Jul 2024 07:58:44 GMT )
Jul 29, 2024 12:28 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: د وینزویلا ټاکنې د ډیموکراسۍ د بنسټ ایښودلو ښودنه کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینزویلا کې د خلکو په پراخه ګډون سره ټاکنې ترسره کېدل، په دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ د بنسټیز کیدو نښه وبلله .

د وینزویلا ولسمشریزې ټاکنې پرون یکشنبه ترسره شوې او نیکلاس مادورو د ۵۱،۲ سلنه رایو په ګټلو بریالی شو.

د ایرنا د را پور له مخې؛ په دې اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني جافي د دوشنبې په ورځ پخپل ایکس پاڼه کې د یوه پیغام له لارې د وینزویلا په ټاکنو کې د نیکلاس مادورو بریالیتوب او بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو له امله د مبارکۍ په ویلو سره ویلي: د د هېوادونو، بنسټونو او سازمانونو د سلګونو نړیوالو څآرونکو تر څارنې لاندې، د خلکو په پراخه ګډون سره د دغه هېواد ټاکنو ترسره کېدل د ډیموکراتیک بهیر د بنسټیز کېدو ښودنه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د ملي پراختیایي پروګرامونو د پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ونزویلا له جمهوریت سره خپل ملاتړ او پیوستون یو ځل بیا تازه کوي.

 

ټیګونه