خیانتکار کسان اسرائیل اداره کوي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو هاارتص ورځپاڼې ولیکل خیانتکارې ډلې چې په عمومي ګټو باندې شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي اسرائیل اداره کوي.
هاارتص ورځپاڼې نن د غزې د جنګ په وخت کښې د اسرائیلو په اداره کولو کښې د صهیونیسټ رژيم د چارواکو د شکست په هکله په یوې مقالې کښې ولیکل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د ګړنګ په لور ګوري او خیانتکارې ډلې اسرائیل اداره کوي.
د اسرائیلو دغه ورځپاڼې زیاته کړه د صهیونیسټ رژیم د ښوونې وزیر «یواو کیش» چې دنده یې د نوي تحصیلي کال د پیلیدا په هکله د ډاډ ترلاسه کول دي د دغه ماموریت د ترسره کولو هڅه نه کوي او د رسمي ښوونې برخلیک ته د هغه بې پامۍ د صحیح مدیریت د تخریبولو او د دیني ارتوډکسانو ښوونې ته د ډیرو پیسو د پچکارۍ لپاره له ښوونې څخه د استفادې لپاره د هغه هڅه ده.
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو هڅه کوي داسې قانوني مسوده اعمال کړي چې په پوځي خدمت کولو کښې د دیني ارتوډکسانو په شمول ټول ښارګي میشته ځوانان شامل کړي او د اجباري خدمت پړاو هم له دوه دیرش میاشتو څخه شپږدیرش میاشتو ته ورزیات کړي او په عین حال کښې دغه قانون د اوسنیو وظیفه عسکرو په هکله هم اجرا شي.
هاارتص ورځپاڼې څه موده مخکې د اسرائیلو د جعلي رژيم په سیاسي سیسټم کښې د فساد او د خرابۍ د زیاتیدا خبره هم کړي وه.