د هندوستان لومړی وزیر زر اوکراین ته ورځي
(last modified Mon, 19 Aug 2024 09:54:02 GMT )
Aug 19, 2024 14:24 Asia/Kabul
  • د هندوستان لومړی وزیر زر اوکراین ته ورځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وویل لومړی وزیر نریندرا مودي به زر اوکراین ته لاړ شي او د هغه د سفر جزیات به زر اعلان شي.

دغه راز د هندوستان رسنیو وویل چې لومړی وزیر نریندرا مودي به په روانې اګست میاشت کښې اوکراین ته سفر وکړي.

د ویلو ده چې په اوکراین کښې د روان جنګ په وخت دا دغه هیواد ته د هندوستان د لومړی وزیر نریندرا مودي لومړی  سفر ګڼل کیږي.

د هندوستان رسنیو وویل دوه میاشتې مخکې په ایټالیا کښې د  جي اوه ډلې د مشرانو په غونډې کښې هم د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي کتنه کړي وه.

 

ټیګونه