د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ملي کنونشن په لومړۍ ورځ مظاهرې وشوې
(last modified Tue, 20 Aug 2024 00:00:18 GMT )
Aug 20, 2024 04:30 Asia/Kabul
  • د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ملي کنونشن په لومړۍ ورځ مظاهرې وشوې

له ټولې امریکا څخه د ډیموکراټ ګوند پلویان په شیکاګو کښې د دغه ګوند د ملي ټولنې یعني د ډیموکراټ نیشنل کونسل په چوکاټ کښې راغونډ شوي دي

چې د ولسمشر بایډن مرستیاله کامالا هریس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خپلې کاندیدې په توګه معرفي کړي خو  د امریکا د خلکو یوې بلې ډلې د دغه شورا د غونډې د ترسره کیدا په لومړۍ ورځ له صهیونیسټ رژيم څخه په ملاتړ کولو کښې  د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت په اقدام باندې د اعتراض لپاره لاریون وکړ.

ایرنا خبري اژانس نن سهار د الاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په قول وویل د امریکا څو زره اعتراض کونکو په شیکاګو اتحادیه پارک کښې غونډه وکړه او لاریون یې وکړ او هغوې له ځانونو سره داسې تابلوګانې وړلې چې ورباندې لیکل شوي وو امریکا باید له اسرائیلو رژیم سره مرستې بندې کړي او په غزې کښې جنګ بند کړي.

د امریکا یوه اته شپيته کلن ښاریز میشل کوهن وویل هیله من یم وتوانیږم چې کامالا هریس ته رایه ورکړم خو زه نشم کولای په غزې کښې د روان جنګ په هکله د امریکا د ډیموکراټ ګوند سیاست وزغم.

امریکا له انګلستان ، جرمني ، فرانسې او نورو اروپايي هیوادونو او له ځینو عربو دیکتاتورو رژیمونو سره یوځاې د اسرائیلو اصلي ملاتړي ده.

 

ټیګونه