له الاقصی جومات او غزې څخه دفاع د ټولو مسلمانانو یوه مقدسه دنده ده
د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په یو لړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې د فلسطین له ولسه په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب د اسلامی امت د خبرولو اوپوهولو په زمینې کې ددین دعالمانو او روڼ اندو دنده ډیره ستره دنده ده ،ووئیل؛ له غزې او الاقصی جومات څخه دفاع د ټولو مسلمانانو لپاهر یوه مقدسه دنده ده.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین الحوثی پرون د سیمې د وروستیو بدلونونو په تیره بیا په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د تیریو د دوام په باب دردونکي خبرې وکړې.هغه دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټي دښمن د امریکا په ګډون او د لویدیځي ټولنو په بشپړ ملاتړ سره په تیرو ۳۲۱ شپو ورځو کې دغزې د مظلومو او بې څوکه اوسیدونکو په حق کې د پيړۍ ترټولو بوږنونکی جنایت کړی دی،ووئيل؛ صهیونیسټي دښمن د امریکا په مشارکت او لویدیځي ملاتړ سره د فلسطین د بې څوکه خلکو نشل وژنې او د پيړۍ جنایت ته دوام ورکوي.
الحوثي په دوام کې ووئيل؛ صهیونیسټي دښمن د بمبارۍ ، وږي کولو،له خوریدونکو ناروغیو څخه د استفادې ، شکنجې او نورو جنایتونو له لارې د نسل وژنې په غیر انساني جنایت بوخت دی.د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر روښانه کړه،د مسلمانانو پر اوږو د اخلاقي اوشرعي دندې او مسئولیّت سطح باید د فلسطین پر ملت د اوږدمهاله ظلم او ستم په اندازه وي او ورڅخه لټي او غفلت،له دې له لویه موضوع ده . د فلسطین د ولس په ملاتړ کې د لټۍ د خطرې په باب د اسلامی امت د خبرولو په زمینې کې د دین د عالمانو او روڼ اندو دنده یوه ډیره لویه دنده ده.
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر یادونه وکړه، د کولمبیا ولسمشر صهیونیسټي دښمن ته د خپل هیواد د ډبرینو سکورو د صادراتو مخه ونیوله څو د فلسطین د ولس په بوږنونکو غمیزو کې کوم رول ونه لرل شي،داپه داسې حال کې دي چې ځیني اسلامی حکومتونه د صهیونیسټي دښمن لپاره میوې او خوراکي مواد صادروي، او هیڅ شرم او حیاء هم نه لري.