د اسرائیلي بندیانو کورنیو له نتانیاهو څخه غوښتي چې د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړي
(last modified Sat, 24 Aug 2024 12:41:21 GMT )
Aug 24, 2024 17:11 Asia/Kabul
  • د اسرائیلي بندیانو کورنیو له نتانیاهو څخه غوښتي چې د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړي

تېره ورځ د اسرائیلي اسیرانو کورنۍ د دې رژیم له لومړي وزیر نتانیاهو او د هغې له مېرمنې سره وکتل، یادو کورنیو له نتانیاهو څخه وغوښتل چي د اوربند د هوکړې په لاسلیکولو سره، د اسیرانو د خوشي کېدو زمینه برابره کړي.

یادو کورنیو نتانیاهو ته ویلي چي تاسو د لومړي وزیر په توګه د اسیرانو د خوشي کولو مسئولیت لری نه د حماس غورځنګ نو پکار دی چي هوکړه وکړئ.

نتانیاهو د هغه په ځواب کې ویلي چي هیڅ یوه هوکړه چمتو شوې نه ده، دا چي ویل کیږي هوکړه چمتو ده او زه یې نه امضا کوم یو لوی دروغ دی.

د اسرائیل د رژیم لومړي وزیر ادعا وکړه چي باید له زور څخه کار واخیستل شي هغه هم په زیاته پیمانه.

هغه زیاته کړه چي زه د ۱۲ اسیرانو د خوشي کولو لپاره هوکړه نه کوم فشار راولم څو ټوله اسیران خوشي کړم.

نتانیاهو ادعا وکړه چي حماس غورځنګ هوکړې ته نه تیاریږي او غواړي چي اسرائیل له فیلادلفیا یعني له مصر سره، له سرحدي سیمو نه وباسي.

دا په داسي حال کې دی چي امریکایانو او ورسره ځینو عربو هیوادونو د حماس د غورځنګ پرته، په دوحې او مصر کې د اوربند خبرې اترې مخته وړي او په دې هکله ضد او نقیض راپورونه خپروي.

خو حماس غورځنګ ویلي تر هغه پورې چي اسرائیل رژیم له غزې څخه وتلو ته تیار نه شي، هوکړه نه کوي او د امریکا په مشری د اوربند تر عنوان لاندې د وروستیو ورځو خبرې اترې یې تش په نامه او تبلیغاتي بللې دي.

یو شمېر کارپوهان وایي چي امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د تبلیغاتي کمپین او همداشان په نتانیاهو باندې د داخلي فشارونو د کمولو په موخه له عربو هیوادونو سره، په غزې کې د اوربند د ټینګېدو تر عنوان لاندې د مذاکراتو په نامه تلیغاتي مانورې کوي.

 

ټیګونه