امریکا د فلسطین په غزې کښې د اوربند خنډ ده
(last modified Tue, 27 Aug 2024 06:59:51 GMT )
Aug 27, 2024 11:29 Asia/Kabul
  • امریکا د فلسطین په غزې کښې د اوربند خنډ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د مشر مرستیال« محمد الهندي» امریکا په غزې تړانګه کښې د اوربند د ټینګیدا اصلي خنډ وبلله.

هغه ډاګینه کړه د صهیونیسټ رژیم په لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سربیره امریکا په غزې تړانګه کښې د اوربند د تینګیدا لپاره هیڅ ګروهنه نلري.

د فلسطین د جهاد  اسلامي غورځنګ د مشر مرستیال محمد الهندي ټینګار وکړ هیڅ لوری نشي کولای د رفح سرحدي لارې د مدیریت څرنګوالی د فلسطین په مقاومت باندې وروتپي او د غزې تړانګې په سرحدي لارو باندې د اسرائیلو کنټرول د دغه سیمې د وسیدونکو په ژوند او تګ راتګ باندې د کنټرولو د ساتلو لپاره یوه پلمه ده.

د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر« باسم نعیم» هم په دې خبرې سره چې دغه غورځنګ په قاهرې کښې په روانو خبرو کښې ګډون نلري وویل مونږ د جولاۍ د میاشتې په خبرو کښې د ترلاسه شویو موافقو اجرا کولو ته تیار یوو.

هغه ټینګار وکړ د فلسطین مقاومت غورځنګونه هیڅکله هغه نوي شرایط چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو د جولاۍ د میاشتې د دوهمې نیټې په وړاندیزي پلان کښې ورزیات کړي دي نه مني.

 

ټیګونه