له اسرائیلو رژیم سره د امریکا مرستې هماغه راز دوام لري
(last modified Tue, 27 Aug 2024 08:02:17 GMT )
Aug 27, 2024 12:32 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو رژیم  سره د امریکا مرستې هماغه راز دوام لري

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزارت نیواکي ټاټوبو ته د پینځه سوم(۵۰۰) الوت چې پکښې د امریکا پوځي مرستې بار دي د رسیدا خبر ورکړ.

د اسرائیلو د جنګ وزارت وویل د غزې تړانګې د جنګ له پیلیدا سره په یووخت د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې د امریکا د هوايي او د سمندري پوځي مرستو په چوکاټ کښې تل اویو ته د امریکا د پوځي مرستو وړونکي پینځه سومه الوتکه ورسیدله.

د امریکا په دغو پوځي مرستو کښې د زغرګاډو ، وسلو ، مهماتو، د شخصي حفاظت د تجهیزاتو او طبي تهیزاتو په شان ضروري شیان شامل دي کوم چې د غزې تړانګې په اوسني جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم  د پوځ د وسونو د ساتلو لپاره ضروري دي.

د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزارت وویل د امریکا مرستې د اسرائیلو رژيم د بقا په پیاوړي کولو او په  اوسني  جنګ او راتلونکو جنګونو کښې د اسرائیلو د پوځ د هدفونو په تحقق کښې مهم رول لري.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه په پینځه سوه الوتکو  او یوسل اوه سمندري کشتیو سره صهیونیسټ رژيم ته څه د پاسه پنځوس زره ټنه وسلې او پوځي تجهیزات استولي دي.

 

ټیګونه