د ایران ولسمشر د ایران او ازبکستان ترمنځ د ملګرتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د ولسمشرۍ دفتر د معلوماتو له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر "مسعود پزشکیان" د ازبکستان ولسمشر "شوکت میرضیایف" ته په یوه پیغام کې، د دغه هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه چې له ګاونډیو او سیمه ایزو هېوادونو سره د همکارۍ پراختیا په تېره بیا له ازبکستان سره، د ایران د څوارلسم حکومت د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې وروستیو کې د ازبکستان د پارلمان له مشر نورالدین اسماعیل جانوف سره په کتنه کې هم، د ایران په بهرني سیاست کې د ګاونډیانو د دریځ پر اهمیت باندې په ټینګار سره، د دواړو هېوادونو اړیکې رېښه لرونکې، ستراتیژیکې او د ژورو کلتوري او تاریخي اړیکو پر بنسټ یادې کړې.
د ايران د اجرائيه قومې مشر زياته كړه، د ايران حكومت په نوې دوره كې له ازبكستان سره د اړيكو د پياوړتيا او ښه كولو هوډ لري، په تېره بيا د تجارتي، اقتصادي او كلتوري ارتباطاتو په برخه كې او په دې لاره كې هېڅ خنډ نه شي كولای د دواړو هېوادونو په اراده کې ستونزه رامنځته كړي.