عراقچي د ایران او صربستان د اړیکو د پراختیا لپاره د ټولو ظرفیتونو پر استفادې ټینګار وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل صربستاني سیال سره په ټلفوني خبرو کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره له ټولو موجودو میکانیزمونو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي ډګرونو کې کار اخیستل اړین وبلل.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د سربیا د بهرنیو چارو وزیر مارکو جوریچ د جمعې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د سید عباس عراقچي د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د نوي حکومت په موده کې به د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکې لا پراخې شي.
د صربستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د اقتصادي ملګرتیاوو د پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړه او د ایران اقتصادي سکتور ته یې په بلګراد کې د ۲۰۲۷ په نندارتون کې د فعاله حضور او ګډون بلنه ورکړه.
د سربیا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د صربستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ د قدر او ستاینې وړ وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم په دغه ټلفوني خبرو کې، له صربستان سره د دوستانه اړیکو ټینګول او پیاوړتیا او په بالکان کې د ثبات ټینګښت، د ایران د څوارلسم حکومت د بهرني سیاست له لارو چارو څخه وبلل او د سربیا د ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پر دریځ او په مختلفو سیمو کې د سرحدي او جیو پولیټکل بدلونونو پر اصولي مخالفت ټینګار وکړ.