د یمن ملت او حکومت په عمل کښې د فلسطین د ملت دفاع کوي
(last modified Sat, 07 Sep 2024 23:49:30 GMT )
Sep 08, 2024 04:19 Asia/Kabul
  • د یمن ملت او حکومت په عمل کښې د فلسطین د ملت دفاع کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل په داسې وخت کښې چې ډیر هیوادونه یوازې د صهیونیسټ رژيم ضد د دریځونو په اعلانولو بسنه کوي د یمن ملت او حکومت په عمل کښې د فلسطین د مظلوم ملت دفاع کونکی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت له خارجه وزیر جمال عامر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله د یمن د ملت او د حکومت د دریځونو قدرونه وکړه.

د یمن د بهرنیو چارو وزیر جمال عامر هم په سیمه کښې د جنګونو زیاتیدا او په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا پوځي حملو ته په اشارې سره وویل د فلسطین له مظلوم ملت څخه په ملاتړ کښې به د یمن دریځ بدل نشي.

 

ټیګونه