ایران د فلسطیني کډوالو په خیمو د اسرائیلو برید وغاند
(last modified Thu, 12 Sep 2024 07:37:08 GMT )
Sep 12, 2024 12:07 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطیني کډوالو په خیمو د اسرائیلو برید وغاند

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل په غزې تړانګه کښې د کډوالو تمبوان او ښوونځي د صهیونیسټ رژيم د هره ورځې د توغندیو او د بمباریو په مهمو هدفونو بدل شوي دي.

هغه وویل د صهیونیسټ رژيم لخوا د غزې تړانګې په مرکز کښې انروا اژانس ته په اړونده الجاعوني ښوونځي باندې په بمباریو کښې تراوسه اتلس فلسطیني ښاریز شهیدان شوي.

کنعاني دې ته په اشارې سره چې په الجاعوني ښوونځي کښې په زرګونو فلسطیني  کډوال وسیږي وویل په غزې تړانګه کښې د کډوالو هستوګه خیمې او  ښوونځي د صهیونیسټ رژيم د هره ورځې د بمباریو او د توغندوي حملو په تر ټولو مهم هدف بدل شوي دي.

د ایران د  بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي دغه راز صهیونیسټ رژيم ته د امریکا ، د انګلستان د فرانسې ، د جرمني، د کاناډا ، د اسټرالیا د حکومتونولخوا د وسلو استول او د نورو صادرونکو لخوا د بمونو او د توغندیو په استولو نیوکه وکړه.

 

ټیګونه