د فلسطین حماس غورځنګ د اوربند لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ
(last modified Thu, 12 Sep 2024 07:47:29 GMT )
Sep 12, 2024 12:17 Asia/Kabul
  • د فلسطین حماس غورځنګ د اوربند لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک پراساس د اوربند د موافقې د سمدستي اجرا لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.

حماس غورځنګ په یوې بیانیې کښې وویل د  «خلیل الحیه» په مشرې د دغه غورځنګ مرکچي پلاوي په دوحه کښې د قطر له لومړي وزیر او د مصر د جاسوسۍ ادارې له مشر سره د فلسطین په ملت باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د تیریو د بندولو لپاره د غیر مستقیمو خبرو اترو هرکلی کړی دی.

په دوحې کښې د حماس غورځنګ مرکچي پلاوي په غزې تړانګه کښې د اوربند موافقې ته د رسیدا لپاره د حماس غورځنګ د مثبت کړچار په دوام په دې ډول چې د فلسطین د خلکو ګټې تامین کړي او له غزې تړانګې د نیواکګرو ځواکونو د وتلو او دغه تړانګې ته د فلسطیني کډوالو د بیرته د ستنیدا او د غزې تړانګې د بیارغونې سبب شي ټینګار لري.

حماس غورځنګ دغه راز په غزې تړانګې باندې د تیریو د بندولو د وروسته پړاو په ارتباط هر ډول پلان رد کړ او ټینګار یې وکړ د غزې مدیریت یوه کورنۍ موضوع ده چې د فلسطین د خلکو د نظرونو پراساس به د هغه په هکله فیصله وشي.

امریکا، انګلستان، فرانسه ، جرمني ، کاناډا ، اسټرالیا او نور ډیر اروپايي هیوادونه او دغه راز متحده عربي امارات او بحرین د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو رژيم سره مالي او وسله والې مرستې کوي.

 

ټیګونه