په غزې تړانګه کې پر يوه ښوونځي د صهيونیسټي رژيم په برید کې ۱۸ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
(last modified Fri, 13 Sep 2024 01:28:50 GMT )
Sep 13, 2024 05:58 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګه کې پر يوه ښوونځي د صهيونیسټي رژيم په برید کې ۱۸ فلسطینیان په شهادت رسېدلي

د فلسطیني کډوالو د مرستو او کارموندنې ادارې (آنروا) مشر په غزې تړانګه کې د ملګرو ملتونو پر مرکزونو او تاسیساتو د اسرائیلو له قصدي بریدونو خبر ورکړ.

د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۱) د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په مرکز کې د آنروا اړوند الجاعوني ښوونځی په نښه کړ چې له امله یې تر اوسه په دغه برید کې ۱۸ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د آنروا اړوند الجاعوني ښوونځی د غزې تړانګې په مرکز النصیرات کمپ کې موقعیت لري چې په دې ښوونځي کې له 5 زره څخه ډېر فلسطینیان ځای په ځای شوي وو.

 په غزې تړانګه کې پر يوه ښوونځي د صهيونیسټي رژيم د وروستۍ حملې په غبرګون کې د فلسطيني کډوالو د مرستې او کارموندنې ادارې وويل چې اسرائيلي پوځیان په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرکزونو او تاسيساتو د ځايونو په اړه د دقیقو معلوماتو په لرلو سره، بیاهم هغوی په نښه کوي.

په همدې حال کې، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسئول«جوزف بوریل» په بیروت کې د لبنان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې د نړیوال بشردوستانه قوانینو له اساسي اصولو په تېره بیا د ملکیانو د ساتنې په هکله له پامه غورځول نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي؛ اسرائيلي الوتکو د پنځم ځل لپاره په النصیرات کې يو ښوونځی په نښه کړ.

صهیونیسټي رژیم د تیرې سه شنبې په سهار د خان یونس په المواصي سیمه کې د بې کوره شویو خلکو پر خیمو حمله وکړه چې له امله یې ۴۰ کسان شهیدان او ۶۰ نور هم ژوبل شول.

 

ټیګونه