د یمن د انصار الله غورځنګ مشر وویل امریکا د فلسطین د بې ګناه خلکو په وژلو کښې د صهیونیسټي دښمن ملګری ده .
د ایرنا د خبر له مخې د یمن د انصار الله غورځنګ مشر«سید عبدالملک الحوثی» د فلسطین د ملت د نسل وژنې د جنایت په وړاندې د مسلمانانو دریځ د شرم وړ وباله او زیاته یې کړه، غاصب دښمن د امریکایی بمونو په کارولو سره د فلسطینی کډوالو په نښه کولو او د دوی د جامو خیمې او هغه ځایونه چې خوندي یی اعلان کړي وو، دوام ورکوي .
الحوثي وویل په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټي رژیم له تیری له یوولسو(۱۱) میاشتو وروسته هم د عرب پالنې او ملتپالنې او نه کوم سیاسي عنوان لاندې هیڅ حرکت نه دی لیدل شوی او هیڅ څیز مسلمانان دې ته نه دي مجبوره کړي چې پریکنده ګډ دریځ غوره کړي .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر زیاته کړه د ځینو عربو حکومتونو، رژیمونو او مشرانو دریځ د فلسطین د ملت په نښه کولو لپاره له اسرائیلو سره د ملګرتیا د ملګرتیا په معنا دی.
الحوثي ټینګار وکړ امریکا په فلسطین کښې په ټولو پیښو کښې د اسرائیلو ملګري ده او دامریکا او اسرائیلو ګډه جبهه شتون لري . امریکا له دښمنۍ ډک اقدامات کوي او که د امریکا رول نه وای، د اسراییلو جنایتونه به تر دې کچې نه وو، خو بیا هم امریکا ځان د منځګړي په توګه وړاندې کوي.