د ایران د سوله ئیز اټومي پروګرام د بیلابیلو اړخونو د بیانولو په هدف سره ویانا ته د «محمد اسلامي» سفر:-
د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د تهران د سوله ئیز اټومي پروګرام د بیلابیلو اړخونو د تشریح کولو په هدف سره د یوه پلاوي په مشرۍ د اټومي اژانس په کلنۍ عمومي غونډې کښې د ګډون لپاره اسټریا هیواد ته ورغی.
محمد اسلامي به نن د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په اته شپیتمې غونډې کښې وینا وکړي.
د اټومي صنعت په ارتباط د بحثونو او د تجربو د تبادلې په هدف سره د ځینو هیوادونو له لوړرتبه چارواکو او له اټومي همڅنګانو سره دوه اړخیزې کتنې او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره کتنه په دغه سفر کښې د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر او د ورسره پلاوي په پروګرامونو کښې شامل دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د اته شپيتم کلني کانفرنس د جانبي پیښې په برخه کښې د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د جوړیدا د پنځوسم کال په مناسبت د ایران د اټومي صنعت کارپيژاندي د اټومي بټیو او د تحقیقاتي ریکټرونو د جوړولو ، د سونګو د څرخې ، د وړانګو د کارندوالي د ټیکنالوژۍ ، د پایداره ایزوټوپونو او د متخصص انساني ځواک د روزنې په حوزه کښې د ایران د تجربو، د بریاو او د وسونو د معرفي کولو اقدام ترسره کوي.
د دغه کانفرنس په جانبي نندرتونو کښې دغه راز د ایران د اټومي صنعت وسونه لکه د رباټ د تحقیق په حوزو، په اټومي صنعت کښې د رباټ اپلیکشنونه، د پاکې او د پایداره انرژۍ تولیدول، د صنعتي او د راډیو درملو محصولات، اټومي اندازې معلومونکي سیسټمونه او دغه راز د صنعت، د ژواک چاپیریال ، درملنې سلامتیا په حوزه کښې د پلاسما د ټیکنالوژۍ د پراختیا په زمینه کښې د ایران وسونه ، د خواړو امنیت او د ایران د کارپيژاندو او د متخصصانو په ملګرتیا سره د اټومي ښځلو په زمینه کښې ترسره شوي اقدامات به کتونکو ته معرفي شي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس اته شپيتم کلنی نړیوال کانفرنس د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له شپاړسمې څخه تر شلمې نیټې پورې د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې ترسره کیږي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي کانفرنس د اټومي اژانس یو اصلي سیاست جوړونکی ارګان دی چې له ټولو غړیو هیوادوو څخه جوړ دی.
دغه کانفرنس هر کال په سپتمبر میاشت کښې په ویانا کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په مرکز کښې ترسره کیږي او د هیوادونو لوړرتبه چارواکي او د اټومي اژانس د غړیو هیوادونو استازي په ځینو موضوګانو بحثونه او غور کوي.
د ایران ځوانانو ساینس پوهانو او متخصصانو په تیرو کلونو کښې د امریکا او د سپینې ماڼۍ د متحدانو له ټولو کارړنګونو او بایکاټونو سره سره د اټومي صنعت په بیلابیلو برخو کښې اوڅاره بریالیتوبونه لرلي دي او دغه بریالیتوبونه د لویدیځو رسنیو د پام په مرکز بدل شوي او د امریکا او د اروپايي هیوادونو کارپیژاندي د اټومي طب په شمول د ایران په وسونو حیرانه شوي او دوې مجبوره شوي دي چې د ایران د ساینس پوهانو د بریاو ستاینه وکړي.
امریکا او لویدیځو حکومتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د قوانینو او د مقرراتو په اپوټه د ایران په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړ او د ایران د اټومي پروګرام له سوله ئیز ماهیت سره سره د لویدیځو هیوادونو رسنۍ تل د ایران پرضد خپلو له دروغو ډکو تبلیغاتو ته دوام ورکړی.
د امریکا او د لویدیځو هیوادونو دغه پروپاګنډې د اټومي صنعت په برخه کښې د ایران د اوڅاره پرمختګونو د بندیدا سبب نشوې او دایران متخصصان له ټولو کمښتونو او د لویدیځو هیوادونو لخوا د ایران پرضد له بایکاټونو سره سره بریالي شوي په علمي برخه او په بیلابیلو تولیداتو کښې د تنوع له نظره د ایران مقام لوړ کړي او نن سبا ایران په سیمه او نړیوالو بازارونو کښې د اټومي صنعت د یوه قطب په توګه پیژندل کیږي.
په ویانا کښې د محمد اسلامي شتون او د ایران د اټومي صنعت د لوړو هدفونو تشریح کول او د هغه په څنګ کښې د ایران د اټومي بریاو نندرې ته وړاندې کول به د لویدیځو هیوادونو د رسنیو د ایران ضده مغرضانه او ناسم تبلیغات شنډ کړي او هغه کولای شي د اټومي صنایعو په برخه کښې د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره د ایران د لا پراخې او د ډير ملګرتیا لپاره مناسبه زمینه ووسي.
بله موضوع د صهیونیسټ رژیم د تخریبي او د تاوتریخوالي رامینځته کونکو اقداماتو ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پام د ضرورت لپاره د ایران ټینګار او اهتمام دی کوم چې د امریکا په ملاتړ او د لویدیځو حکومتونو په چوپتیا سره په خپل اټومي سلاکوټ سره د سیمې لپاره ګواښ ګڼل کیږي.
صهیونیسټ رژیم د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس هیڅ قوانینو او دغه راز سیف ګارډ ته پاې بند نه دی او د فلسطین په غزې جنګ کښې د کمزورو یورانیمو له لرونکو بمونو څخه د صهیونیسټ رژيم د استفادې په هکله یو شمیر راپورنه خپاره شوي دي.