د پزشکیان لومړنی خبري کنفرانس؛ د بندیزونو له لیرې کولو نیولې بیا د ایران د ګاونډیتوب تر پالیسۍ پورې
(last modified Tue, 17 Sep 2024 00:59:06 GMT )
Sep 17, 2024 05:29 Asia/Kabul
  • د پزشکیان لومړنی خبري کنفرانس؛ د بندیزونو له لیرې کولو نیولې بیا د ایران د ګاونډیتوب تر پالیسۍ پورې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د بندیزونو د ختمولو لپاره د خبرو اترو پر دوام باندې د ټینګار ترڅنګ، له ګاونډیانو سره د تعلقاتو د پراختیا په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت پر سیاست باندې ټینګار وکړ.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، د دوشنبې په ورځ په خپل لومړني خبري کنفرانس کې، د ایران په بهرني سیاست کې د ګاونډیو هېوادونو موقعیت ته په اشارې سره، وویل: د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د منځګړي په توګه هغه کار چې چین ترسره کړ، په سیمه کې د همغږۍ لپاره یو لوی ګام دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همدارنګه د ایران او ترکیې د تعلقاتو په اړه هم وویل: ترکیه د ایران دوست او ورور هېواد دی او په ایران کې د دغه هېواد د پانګوالو د شتون او د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا هرکلی کوو.

پزشکیان په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل: نړۍ باید اجازه ورنه کړي چې یوه ډله په خپل قدرت او د نورو قدرتونو په ملاتړ سره بې ګناه کسان تباه کړي او بیا د دې اندېښنه ولري چې ایران له هغوی سره مرسته کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د تیریو د مخنیوي لپاره د تهران اقداماتو ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران هڅه کوي د غزې او فلسطین خلک سولې ته ورسېږي، خو هغه کسان چې د بشري حقونو ادعا کوي، پخپله په آسانۍ سره وژل  او تباهي کوي.

پزشکیان پر ايران باندې د بنديزونو د لیرې کولو په تړاو هم وويل: ايران د خپل امنيت د ساتلو لپاره دفاعي قوت ته اړتيا لري او هېڅکله د هېڅ جنګ شروع کوونکی نه وو، خو له خپل دفاعي ځواک څخه به هم لاس وانه خلي، مګر دا چې ټول بې وسلې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر نیویارک ته د خپل راتلونکي سفر په اړه هم وویل: امریکایان باید خپل ورورولي ثابته کړي، څو څرګنده شي چې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او له ایران سره دښمني نه لري.

پزشکیان همدارنګه د اټومي خبرواترو په اړه هم وویل چې ایران په چوکاټ کې عمل کوي، خو هغو خپلو چوکاټونو ته هم غاړه نه ږدي، نو داسې نه کېږي چې ایران عمل وکړي او هغوی عمل ونه کړي.

ټیګونه