یمن ته د ایران له خوا د وسلو د استولو ادعا دروغ او سپکاوی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژیم د ملاتړو دروغجنې ادعا ته په اشارې سره چې ایران یمن ته وسلې استولې، دغه ادعاوې د یمن د ملت سپکاوی وباله.
د ایرنا د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ د یمن له المسیره چینل سره په مرکه کې وویل: یمن د مقاومت په محور کې یو له مهمو لورو څخه دی او د غزې او فلسطین په ملاتړ کې ځانګړی رول لوبوي.
عراقچي زیاته کړه: یمن ته د وسلو په استولو کې د ایران تورنول، یمنیانو ته سپکاوی دی؛ ځکه چې یمن ټکنالوژي لري او کولای شي چې خپلې نظامي وسلې پیاوړې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه یادونه وکړه چې یمن اراده لري او خپله فیصله کوي او له خپلو وسلو څخه چې څنګه ورته مناسب وي کار اخلي.
سید عباس عراقچی، همدارنګه تېره ورځ په تهران کې د لبنان د امل غورځنګ له استازي صلاح فحص سره په لیدنه کې، د لبنان او سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادلې ترڅنګ، د صهیونیسټي رژیم د اشغال پر وړاندې د مقاومت له محور څخه په ملاتړ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي سیاست پر دوام ټینګار وکړ.