د سیمې دغمیزناک وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
په لویدیځه اسیا کښې د جنګ په دوام د صهیونیسټ رژیم او نتانیاهو رول ته په پام سره د نړیوالو او سیمه ایزو ټولنو له خوا د مخنیوی تابیاو د ترسره کولو ضرورت له بل هر وخت ډیر مهم او ضروری شوی دی.
د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند په لبنان د صهیونیسټي رژیم د حملو په دوام د سختې اندیښنې په څرګندولو سره وویل، سیمه د ناورین په درشل کښې ده او ټولې هڅې باید د ډیپلوماټیکې حل لارې په موندلو متمرکزې شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې صهيونېسټ رژيم په لبنان کښې له سايبري حملې سمدستي وروسته چی له امله يې په لسګونو تنه شهيدان او څه دپاسه درې زره نور ژوبل شول نورې هوايي حملې وکړ ې د غزې په شان د حزب الله د يوه قوماندان د وژلو په پلمه یی يو شمېر لبنیایان شهیدان کړل
دا په دې معنی ده چې د دغه رژیم سایبری ترور د وژلو پای نه دی بلکې د نویو وژنو پیل دی چې د حزب الله او د مقاومت د چورلیز له حیرانوونکی غبرګون سره مخامخ کیدلای شی او هغوی دې ته مجبور کړی چې نوې پاڼې څرګندې کړي ځکه چی د لبنان د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله په وینا، اسراییل له ټولو سرو کرښو تېر شوی دی.
د لبنان د روغتیا وزیر وویل، د ډله ایزو ارتباطاتو له لارې د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو عملیاتو په نتیجه کښې یوازې په نیم ساعت کښې له ۲۷۵۰ تر ۲۸۰۰ پورې ژوبل کسان مختلفو روغتونونو ته انتقال شول. ډیرقربانیان په سترګو او مخ ټپیان شوي او تر دې دمه د سترګو 460 جراحي عملیات شوي دي.له دغو ټپیانو 1800 کسان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي، چې د 10٪ حالت یی نازک وو.
دا برید د صهیونیسټ رژیم د وار مخکې عملیاتو د ناکامۍ نتیجه وه چې د اربعین د عملیاتو لپاره یې د سلو جنګی الوتکو په کارولو سره د مقاومت مخه نیولې وې . دا برید چې په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا له پوځي برید وروسته په لویدیځه اسیا کې تر ټولو لوی هوايي عملیات بلل کېدل ، د حزب الله د فریب د عملیاتو له امله ناکام شول او په ګالیلوت کې د رژیم د پوځ د استخباراتو مرکز په نښه شو او د استخباراتو ۲۰ لوړپوړي افسران هلاک شول.
له بلې خوا د غزې په تړانګه کې حالات دومره خراب شوي چې د بې کوره شويو کسانو شمېر له ۱.۷ ميليونو ۱.۹ ميليونو ته لوړ شوی او هغه سيمې چې خوندي اعلان شوي دي بمباري کيږي او په حقيقت کې په غزه کې هيڅ خوندي سيمه پاتې نه شوه .
که څه هم په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه څه دپاسه څلویښت زره(۴۰۰۰۰) ملکیان وژل شوی دی ، یوې ځانګړې طبی مجلې په غزې تړانګې کښې دفلسطینیانو پرضد دصهیونیسټ رژیم د څو میاشتو مرګونې حملو د پایلو له څیړلو وروسته خبرداری ورکړی دی چې په دې جګړه کې د تلفاتو شمیر۱۸۶ زره کسانو ته رسېدلی شي
لانسیټ مجلې په یوه نوي راپور کې اټکل کړی چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په جګړه کې د وژل شویو اوسنۍ شمیر او په راتلونکي کې د احتمالي غیر مستقیم تلفاتو په پام کې نیولو سره به د فلسطینیانو د تلفاتو شمیر لس چنده لوړ شي.
دا په داسی حال کښې ده چی صهیونیسټ رژیم هڅه کوی د سوځیدلي ځمکې د سیاست په اجرا کولو سره دغه سیمه د تل لپاره له خلکو خالي کړي او همدغه کړچار یی په لویدیځه غاړه او د لبنان په جنوب کښې پرمخ نیولې دې او په دې ډول دغه سیمې په بلې غزې بدله کړی.
هغه څه چې اندېښنې یې زیاتې کړې دي، له یوې خوا د خپلې بقا د دوام لپاره د نتانیاهو اړتیا ده او له بلې خوا د نړیوالو او سیمه ییزو ټولنو له لوری د مخنیوي او تابیاو نه کارول دي.
صیهونیسټ رژیم د عدالت په نړیواله محکمه کې په نسل وژنې تورن شوی، چې په وروستي حکم یې تل ابیب ته امر کړی چې په جنوبي ښار رفح کې خپل عملیات په سمدستي توګه پای ته ورسوي، چیرې چې د می د شپږمې نیټې له حملې مخکې تر یو میلیون ډیر فلسطینیان له جګړې پناه اخیستي وه خو له دې حکم د نورو نړیوالو قوانینو په څیر سرغړونه شوې ده
همداشان د ملګروملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کښې په غزې کښې د سمدستي اوربند غوښتنه شوې ده خو صهیونیسټ رژیم په غزې د خپلو وحشیانه حملو په دوام او دغه پریکړه لیک ته په پام سره د نړیوالو له غندلو سره مخامخ شوی دی .
په داسې شرایطو کښې چی یوازنې عامل چې د صهیونیسټی رژیم د جنایتکارانه اقداماتو د دوام مخه نیولی شی د هغو نړیوالو اقداماتو د چټک اجرا ضرورت دی چې د تیریګرو حکومتونو په وړاندې د ملګرو ملتو په منشور کښې مطرح شوی دی .