امریکا باید د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو مسوولیت ومني
(last modified Sat, 21 Sep 2024 23:40:36 GMT )
Sep 22, 2024 04:10 Asia/Kabul
  • امریکا باید د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو مسوولیت ومني

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« ناصر کنعاني چافي» وویل امریکا باید د فلسطین د لبنان او د سوریې پرضد جنایتونو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د شراکت حقوقي او نړیوال مسوولیتونه ومني.

هغه په تیرو ورځو کښې په لبنان ، سوريې او فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو د ډلوژنې عملیاتو ته په اشارې سره په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د اسرائیلو له ټولو بې ساري جنایتونو او وحشي توبونو سره سره له اسرائیلو رژیم څخه  د امریکا د حکومت له بې قید او شرط پرته سیاسي، پوځي ، استخباراتي او امنیتي ملاتړ دوام او د ځان د دفاع په انحرافي شعار سره د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د اسرائیلو رژیم له وروستیو جنایتونو د واشنګټن دفاع کول په دې معنا دي چې امریکا باید د فلسطین ، د لبنان او د سوریې پرضد جنایتونو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د شرکت حقوقي او نړیوال مسوولیتونه ومني.

د امریکا حکومت په تیرې جمعې شپې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې چې د لبنان د چاودنو په هکله وشوه یوځل بیا په ښکاره ډول د صهیونیسټ رژیم د ډلوژنې او د ښکاره ترهګرۍ ملاتړ وکړ.

د صهیونیسټ رژیم پوځ  په تیرې جمعې ورځ د لبنان د جنوب د بیروت په ضاحیه سیمې کښې په یوې ودانۍ برید وکړ چې د حزب الله د یوه جهادي قومندان ابراهیم عقیل په شمول یودیرش کسان پکښې شهیدان شول او شپږاویا نور ژوبل هم شول.

صهیونیسټ رژیم په تیرې سه شنبې ورځ او چهارشنبې ورځو هم په یوه جنایتکارانه اقدام کښې په لبنان کښې د پیجر په نوم د پیغامونو د ترلاسه کولو دستګاوانې واچاودولې چې له کبله یې تراوسه اوه دیرش کسان شهیدان شوي او کابو څلور زره نور ژوبل شوي هم دي.

 

ټیګونه