د ایران ولسمشر نیویارک ته ولاړ
Sep 22, 2024 12:55 Asia/Kabul
د ایران ولسمشر د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره له تهرانه نیویارک ته ولاړ.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتو په ۷۹مه عمومي غونډه کښې د ګډون او د نړیوالو مسائلو په هکله د اسلامي ایران د دریځونو د بیانولو لپاره نن نیویارک ته لاړ.
پزشکیان به نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا سربیره د راتلونکي میثاق د مشرانو په غونډه کې هم وینا وکړي او د یو شمیر هیوادونو له مشرانو سره به هم لیده کاته ولري.
د ایران ولسمشر به په امریکا کښې له سیاسی، ټولنیزو، مذهبی او رسنیزو ډلو او شخصیتونو سره هم کتنې وکړی او د ایران د اسلامی جمهوریت د دریځونو په بیانولو سره به د هغوی پوښتنو ته ځواب ووایی.