د دنیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پیغام سوله او امنیت دی
(last modified Mon, 23 Sep 2024 05:51:44 GMT )
Sep 23, 2024 10:21 Asia/Kabul
  • د دنیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پیغام سوله او امنیت دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په نهه اویایمې غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته د رسیدا په وخت ټینګار وکړ د دنیا لپاره د ایران پیغام سوله او امنیت دی.

هغه نیویارک ته د رسیدا په وخت دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې تر ټولو مهمې موضوعګانې چې نیت لرئ له خارجي چارواکو سره په غونډو او کتنو کښې یې مطرح کړې څه دي؟ وویل : هغه څه چې معلوم دي هغه پیغام دی چې د ایران لخوا په دنیا کښې د سولې او د امنیت لپاره دی او دا د  هغه شعار تحقق  دی چې روان کال ملګروملتونو د ټولو خلکو لپاره له پراختیا سره یوځاې د سولې او د راتلونکي پراساس اعلان کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټينګار وکړ د وینې د تویولو ، د جنګ او د وژلې پرځاې باید داسې دنیا جوړه کړوه چې ټول انسانان وتوانیږي په هغې کښې  له رنګ ، توکم، قومیت او سیمې خپلواکه په اسانۍ سره ژوند وکړي خو له بده مرغه همدا اوس هغه دنیا چې ژوند پکښې کوو په دې ډول نه ده او له دوه ګوڼه معیارونو سره سره یو شمیر ښه کسان شته او یو شمیر بد خلک هم  شته چې په نتیجه کښې یې مشکلات رامینځته شوي دي.

هغه وویل هغه فرصت چې د ځمکې په کرې کښې یې د ژوند کولو لپاره لرو باید د ټولو انسانانو لپاره برابر وي.

 

ټیګونه