امریکا د فلسطین او د لبنان پرضد د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم امریکا په لبنان او غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم په نسل وژنې کښې شریکه وبلله.
هغه ډاګینه کړه: اسرائیلو په تیرو څو ورځو کښې د امریکا په ملاتړ سره د لبنان د ملت پرضد درې جنګي جنایتونه وکړل چې زمونږ لپاره دردونکي دي او دغه جنایتونه د قدس د نیواکګر رژیم د وحشي توب د تر ټولو لوړې سویې ښودنه کوي او هغه بې ساري دي.
د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم صهیونیسټ رژیم ته په خطاب کښې دې ته په اشارې سره چې تر هغه وخت پورې چې په غزې کښې جنګ بند نه وي شوی د فلسطین له خلکو څخه به د لبنان د حزب الله غورځنګ ملاتړ دوام ولري وویل د نیواکي فلسطین د شمال وسیدونکي خپلو کورونو ته نه ستنیږي بلکې د هغوې کډوالیدل زیاتیږي او ملاتړونه یې ډيریږي.
د صهیونیسټ رژيم پوځ په تیرې جمعې ورځ د بیروت په جنوب کښې په ضاحیه سیمه کښې په یوې ودانۍ برید وکړ چې د حزب الله د یوه جهادي قومندان «ابراهیم» عقیل په شمول د لبنان پینځه څلویښت بې ګناه ښاریز پکښې شهیدان شول او په لسګونو نور ژوبل هم شول.
دغه راز پرون د لبنان د حزب الله غورځنګ له سختو توغندوي حملو وروسته حیفا بندر او دغه راز د نیواکي فلسطین نورې سیمې چټي شوې.
د لبنان حزب الله په لسګونو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم د «رافائیل» د جنګي اوزارونو د تولیدولو د شرکت په پوځي تاسیساتو برید وکړ.