صهیونیسټ رژيم د جنګ د پراخولو کوشش کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري په خپل هیواد باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو دوام ته په اشارې سره وویل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ستر جنګ ته د لبنان او د سیمې د هیوادونو د ورکاږلو هڅه کوي.
هغه ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامنین نتانیاهو د کرهنې د شنو سیمو د له مینځه وړلو لپاره د فاسفورس لرونکو بمونو د کارولو له لارې د ژوند په نه وړ سیمې باندې د لبنان د جنوبي سیمو د بدلولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.
د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري دغه راز د صهیونیسټ رژیم لخوا د کورونو ورانول او له خاورو سره خاورې کول او د ملکي وګړو په تیره بیا د ښځو ، ماشومانو او د بوډاګانو او د لبنان د روغتیایي برخې د کارکونکو او د مرستندویو وژلو ته اشاره وکړه.
هغه دې ته په اشارې سره چې لبنان د جنګ هڅه نه کوي ، خو په ټول توان او امکاناتو سره د ځان د دفاع حق لري وویل د اسرائیلو په لاس د لبنان د جنوب د وسیدونکو د کوچولو د مخنیوي لپاره به هر ډول هڅه ترسره کړو.
د لبنان د پارلمان مشر نبیه بیري په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په اسرایلو دباو راوړي او دغه رژیم د لبنان پرضد د خپلو اقداماتو بندولو ته مجبوره کړي.