ملګروملتونو په لبنان د اسرائیلو د بریدونو په هکله خبرداری ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم وروستیو حملو ته په اشارې سره په بلې غزې باندې د لبنان د بدلیدا د خطر په هکله خبرداری ورکړ.
هغه په لبنان باندې د صهیونیسټ رژيم په حملو سره د لویدیځې اسیا سیمې د حالاتو د خرابیدا په هکله وویل هڅه څه چې زه یې اندیښمن کړی یم په بلې غزې تړانګې باندې د لبنان بدلیدل دي کومه چې د نړۍ لپاره ورانونکي غمیزه کیدلای شي.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د ملګروملتونو د کلنۍ غونډې په درشل کښې چې نن په نیویارک کښې پیلیږي وویل زما لپاره روښانه ده چې اسرائیل له اوربند سره دلچسپۍ نلري.
د صهیونیسټ رژیم پوځ نن سهار هم د لبنان په جنوب او ختیځ باندې څه د پاسه یوسل شل حملې وکړې.
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د لبنان په جنوب او ختیځ په څه د پاسه څلویښتو سیمو باندې هوایي بریدونه وکړل.
امریکا ، بریتانیا، فرانسه ، جرمني او اروپايي هیوادونه او دغه راز متحده عربي امارات، بحرین په شان ځینې عرب هیوادونه له اسرائیلو سره مالي ، وسله والې او استخباراتي مرستې کوي.