په ایران کې د اسراییلو د وران کارۍ د ۱۲ کسیزې شبکې له منځه وړل
پارس ټو ډی - د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک په ایران کې د صهیونیسټی رژیم د همکارانو د څو غړیو د نیولو خبر ورکړ.
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو دفتر په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم له ۱۲ ګوډاګي عناصرو او همکارانو یوه شبکه د ایران په شپږو ولایتونو کښې له مینځه وړل شوې ده. د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو په بیانیه کښې ویل شوی دی چې نیول شویو کسانو د ایران د خلکو په خلاف د امنیتی ضد اقداماتو د ترسره کولو اراده لرله.
په دغه بیانیه کښې ټینګار شوی دی چې صهیونیسټ رژیم او د هغه لویدیځ او اروپایی ملاتړې په تیره بیا امریکا د غزې او لبنان د خلکو پرضد د خپلو شومو او شیطانی موخو په ترلاسه کولو کښې ناکامه شوی دی .
کلیدي کټکي : د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ، صهیونیسټ رژیم، غزه، لبنان، د امنیت ضد اقدامات