د شهیدانو د یاد نمانځنه د ملت د حرکت د سلامتۍ او د انقلاب له لارښوونو څخه انحراف نه کولو ضامن دی
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سپېڅلې دفاع د اونۍ او د «لاله ها د مېلمستیا» د ورځې په مناسبت په یو پیغام کې، د لوړ رتبه شهیدانو د یاد لمانځنه د ایراني ملت د حرکت د سلامتۍ او د انقلاب له لارښوونو څخه انحراف نه کولو ضامن وګڼلو.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ال... خامنه يي د سپېڅلي دفاع د اونۍ او د « لاله ها د مېلمستیا » د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وفرمایل: د ورځني ژوند غفلتونه او تفریحات زموږ سره دي؛ باید اجازه ورنکړو چې دا طبیعي پیچلتیاوې، موږ د رڼا او پاکوالي له سرچینو څخه لرې وساتي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پیغام د سپېڅلي دفاع د اونۍ په مناسبت پرون (پنجشنبه) په ټول ایران کې د شهیدانو له قبرونو د دوړو پاکولو، د دوی پر قبرونو د عطرو او د ګلونو د اېښودلو له مراسمو سره هم مهاله، « لاله ها د مېلمستیا » تر عنوان لاندې، په تهران کې د بهشت زهرا ګلزار شهیدانو په زیارت کې د شهیدانو او د ایثارګرو د چارو په بنسټ کې د د ولي فقیه د استازي حجت الاسلام "سید رمضان موسوي مقدم" لخوا ولوستل وشو.