ایران د اسرائیلو د تیري په هکله د لندن په دریځ نیوکه وکړه
(last modified Sun, 27 Oct 2024 23:19:41 GMT )
Oct 28, 2024 03:49 Asia/Kabul
  • ایران د اسرائیلو د تیري په هکله د لندن په دریځ نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ایران باندې د اسرائیلو رژیم د تیري په هکله د بریتانیا په غیر اصولي دریځ باندې نیوکه وکړه.

په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې د یوه متن په خپرولو سره وویل ایران حق لري چې په خپلې واکمنۍ باندې تیري ته ځواب ورکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت په دې خبرې سره چې په ضروري وخت کښې د اسرائیلو رژیم جنایتکارانه حملو ته د جایز او د قانوني ځواب د ورکولو لپاره خپل ذاتي حق خوندي لري د ملګروملتونو د امنیت شورا د سمدستي غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کړي ده.

په عین حال کښې د بریتانیا لومړي وزیر« کیر اسټارمر «په یوه خبري کانفرنس کښې د ایران پرضد د اسرائیلو رژيم تیریګر اقدام ته غبرګون وښوده او د دغه نسل وژونکي رژیم د تیري له غندلو پرته یې د ایران لخوا د زغم ښودلو غوښتنه وکړه.

بریتانیا له امریکا، فرانسې، جرمني، کاناډا ، اسټرالیا، متحده عربي اماراتو، بحرین، سعودي عربستان، اردن، مصر او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې د اسرائیلو رژیم ستره ملاتړي ده او دغه هیوادونه له دغه رژیم سره هر ډول مالي، وسله والې ، استخباراتي او نورې مرستې کوي.

 

ټیګونه