د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلو سلګونو توغندي وویشتل
(last modified Fri, 04 Oct 2024 00:52:09 GMT )
Oct 04, 2024 05:22 Asia/Kabul
  • د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلو سلګونو توغندي وویشتل

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو او د جنایتونو دوام ته په ځواب کښې په سلګونو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو بریدونه وکړل.

د اسرائیلو خبري سرچینو پرون سهار د لبنان له خاورې څخه په اسرائیلو باندې د کابو دوه سوه توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ.

د اسرائیلو نیواکګر پوځ وویل چې په عدیسه او ماروان الراس ښارګیو کښې د لبنان د حزب الله د ځواکونو د کمین په عملیاتو کښې د« ګولاني» لیوا دوه ځواکونه وژل شوي دي.

د اسرائیلو نیواکګر پوځ په یوې بیانیې کښې دغه راز د دغه رژیم د اتو نورو ځواکونو د وژل کیدا او د لسګونو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ او په وژل شویو پوځیانو کښې درې پوځي افسران هم شامل دي.

د لبنان حزب الله دغه راز د اسرائیلو د پوځيانو درې مرکاه ټانکونه هم تباه کړي دي.

دغه راز العالم ټيلي ويژن هم د هغو زغرګاډو او ټانکونو چې د حزب الله ځواکونو د صهیونیسټ رژيم له پوځیانو نیولي دي تصویرونه خپاره کړل.

د اسرائیلو نیواکګر رژیم وړمه ورځ او پرون د لبنان سرحد ته نږدې پوځي عملیات وکړل خو د حزب الله ځواکونو ورته سخته مرګ ژوبله واړوله او صهیونیسټي پوځیان په بې شرمۍ سره له سیمې وتښتیدل.

د اسرائیلو پوځیان هیڅکله د لبنان د حزب الله له ځواکونو سره ځمکنی جنګ نشي کولای او  حزب الله په تیرو وختونو کښې اسرائیلو ته سخته ماتي ورکړي وه او اوس یې هم ورکوي.

 

ټیګونه