امریکا او برتانیې د یمن په صنعا، الحدیده او ذمار کې هوايي بریدونه وکړل
امریکايي او برتانوي جنګي الوتکو، د یمن په پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد د الحدیده او ذمار ولایتونو پر ځینو سیمو بمباري وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د امریکا او انګلستان د تیریګر ائتلاف الوتکو، په صنعا کې د «انقلابي چارو د مدیریت» ودانۍ څلور ځله په نښه کړه.
تیریګر ائتلاف همدارنګه، د یمن په لوېدیځ کې په دغه ولایت کې د الکثیب سیمه او د الحدیده هوایي ډګر اوه ځله بمبار کړی دی. په یوه بل اقدام کې، امریکایي او برتانوي الوتکو د ذمار ښار په سویل کی بمباري وکړه .
وروسته له هغه چې په یمن کې د اسرائیلي کښتیو پر ضد عملیات زیات شول، امریکا د یمني وسله والو سره د مقابلې لپاره یو ایتلاف جوړ کړ.
امریکا او متحدینو یې له دې مخکې هم په یمن کې پر ځینو سیمو بریدونه کړي وو، خو د یمن وسله والو د دغو بریدونو په ځواب کې، امریکايي کښتۍ په نښه کړې دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه، د یمن پوځ په غزې تړانګه کې د فلسطیني ولس له مقاومت څخه د ملاتړ په تړاو ژمنه کړې، تر څو چې جعلي اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، دا بریدونه به دوام ولري.