د ایران او د فرانسې ولسمشرانو د اسرائیلو او د حزب الله ترمنځ د اوربند په هکله خبرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران او د فرانسې ولسمشرانو د لبنان د حزب الله او د صهیونیسټ رژیم ترمنځ د جنګ د بندولو او د اوربند د ټینګولو د لارو چارو په هکله غور وکړ.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون په ټیلي فوني تماس کښې د سیمې د وروستیو بدلونونو په تیره بیا د لبنان په جنوب کښې د کړکیچ د زیاتیدا په هکله خبرې وکړې.
پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران تل له جنګ او ناکرارۍ څخه د لیرې او د امنه سیمې غوښتونکی و او دی او د جنګ او د جګړې د بندیدا او د اوربند هرکلی یې کړی دی وویل د ایران اسلامي جمهوریت حتی د صهیونیسټ رژیم لخوا په تهران کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیه له ناځوانمردانه ټرور وروسته د لویدیځو هیوادونو د مشرانو لخوا د اوربند په ژمنې او د بې ګناه او د مظلومو انسانانو د وژلې د مخنیوي په هیلې سره یوه موده زغم وښود خو صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګه کښې د خپلو جنایتونو او بمباریو په زیاتولو او لبنان ته د خپلو بمباریو په غځولو سره وښودله چې دغه رژیم هیڅ انساني چوکاټ او نړیوالو قوانینو ته پاې بند نه دی.
د ایران ولسمشر پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به په سیمه کښې د ارامښت، د سولې او د ثبات د رامینځته کولو لپاره د هر وړاندیز هرکلی او ملاتړ وکړي د فرانسې په ولسمشر امانوئل مکرون غږ وکړ چې د نورو اروپايي هیوادونو له مشرانو سره یوځاې په غزې او لبنان کښې د جنایتونو او د نسل وژنې د بندولو لپاره دې صهیونیسټ رژیم د مجبورولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
د اسرائیلو ظالم رژیم د امریکا ، د بریتانیا ، د جرمني ، د فرانسې ، د کاناډا ، د اسټرالیا او د سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، اردن او د بحرین په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملاتړ او مرستو سره د لبنان او د فلسطین د بې ګناه او مظلومو خلکو پرضد جنایتونو او حملو ته دوام ورکړی دی.