د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر په کور د بې پایلوټه الوتکې برید شوی
(last modified Sat, 19 Oct 2024 08:40:08 GMT )
Oct 19, 2024 13:10 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر په کور د بې پایلوټه الوتکې  برید شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان «الشرق» ټیلي ويژن په یوه خبر کښې د صهیونیسټ رژیم بنیامین نتانیاهو په کور باندې د حملې خبر ورکړ.

دغه ټیلي ويژن د خپلو سرچینو په قول وویل یوې بې پایلوټه الوتکې په «قیساریا» سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په کور باندې برید وکړ.

«الشرق» ټیلي ويژن د خپلو سرچینو په قول وویل د  چاودیدونکو موادو دغه بې پایلوټه الوتکه له لبنان څخه ورغلي وه.

په دې اړه «یدیعوت احارنوت» ورځپاڼې راپور ورکړ چې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو دفتر په قیساریا سیمه کښې د دغه  بې پایلوټه الوتکې د چاودیدا په وخت د هغه د ځاې له ایشوا کولو ډډه وکړه.

راپورونه وايي چې له لبنان څخه په اسرائیلو باندې د دریو بې پایلوټه الوتکو بریدونه شوي دي چې یو یې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو کور ته نږدې په یوې ودانۍ لګیدلی دی.

 

ټیګونه