ډونالډ ټرامپ وویل امریکا باید د سورې جنګ ته ورګډه نشي
(last modified Sun, 08 Dec 2024 00:12:18 GMT )
Dec 08, 2024 04:42 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرامپ وویل امریکا باید د سورې جنګ ته ورګډه نشي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سوریې بدلونونو ته په غبرګون کښې وویل: په سوریې کښې حالات ګډوډ دي خو زمونږ ملګري نه ده او امریکا باید له سوریې سره هیڅ کار ونلري.

ټرامپ پرون په «سوشل ټروت» نومې خپلې  ټولنیزې رسنۍ کښې د سوریې د حالاتو په هکله ولیکل: دا زمونږ جنګ نه دی اجازه ورکړئ چې هغوې لوبه وکړي او مونږ پکښې ښکیل نشو!

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل په سوریې کښې د حکومت مخالفانو کسانو په بې مخینې  حرکت  سره د څو ښارونو کامل کنټرول په لاس کښې اخیستی دی او په یوې پراخې حملې کښې اوس د دمشق شاوخوا سیمو ته رسیدلي دي او په واضح ډول د ولسمشر بشار اسد پرضد ستر اقدام ته چمتو کیږي.

ټرامپ وویل روسیه په اوکراین کښې د سختو جنګونو او هلته د خپلو شپیتو زرو پوځیانو د وژل کیدا په  دلیل په سوریې کښې  چې کلونه کلونه یې حمایت کړی دی د ترهګرو ډلو د حقیقي پرمختګ د مخه د نیولو توان نلري.

د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ دغه راز استدلال وکړ که چیرې د سوریې یاغیان وکولای شي ولسمشر بشار اسد له قدرت څخه څنګ ته کړي دا ممکنه ده په حقیقت کښې تر ټولو ښه پیښه وي چې د روسیې لپاره رامینځته کیدلای شي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ «لومړۍ امریکا» د دریځ په تکرارولو سره استدلال وکړ چې سوریه د امریکا جنګ نه دی.