فارسي د تمدن ژبه ۷ برخه
پارس تودی- فارسی د نړۍ له لرغونو ژبو څخه یوه ده؛ د تېرو نسلونو ارزښتناک میراث چي پیاوړی ادبیات او ارزښتمنې ادبي زېرمې لري، په دې مطلب کې په همدې موضوع باندې بحث شوی دی.
په دې مطلب کې به قدم په قدم د فارسي ژبې د زرګونو کلونو په اوږده مسیر کې له موږ سره ملګري شئ؛ هغه ژبه چې یوازې د خبرو کولو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د افکارو، کلتور، باورونو او تاریخي خاطرو هنداره ده چې د نړۍ په پراخه جغرافیه کې یې په دې ژبې سره ژوند کړی، فکر یې کړی او تلپاتې اثار یې رامنځته کړي دي.
په دې سفر کې به د باوري څېړنو او علمي سرچینو پر بنسټ، له لرغونو زمانو څخه تر نن ورځې پورې د فارسي ژبې د پیدایښت او تحول تاریخ تعقیب کړو او هڅه به وکړو چې د دې لرغونې ژبې د بدلونونو او هسکو ټیټو یو روښانه او مستند انځور وړاندې کړو؛ هغه ژبه چې د پېړیو له تېرېدو او سترو تاریخي بدلونونو سره سره، لا هم ژوندۍ، فعاله او الهامبخښونکې پاتې شوې ده.
که تاسو هم د فارسي ژبې د ریښو، تاریخ او د ایران په کلتور او تمدن کې د هغې د ځایګی د پېژندلو لېوالتیا لرئ، بلنه درکوو چې په دې علمي او فرهنګي سفر کې له موږ سره ملګري شئ.
په تېره خپرونه کې مو وویل چې د تاریخي ژبپوهنې له مهمو موندنو څخه یوه «د حِتّي ژبې موندنه» وه؛ هغه ژبه چې شاوخوا درې نیم زره کاله وړاندې د صغیر اسیا په سیمه کې د ځواکمنې حِتّي امپراتورۍ په حدودو کې دود وه.
په «بوغازکوی» کې د زرګونو خټینو ډبرلیکونو له موندلو او د هغوی د کوډونو د حلولو او لوست وروسته، څېړونکو د لومړي ځل لپاره د هندواروپايي ژبو د کورنۍ له تر ټولو لرغونو ژبو څخه یوه وپېژندله. دې موندنې د هندواروپايي مورژبې اړوند ګڼې فرضیې تایید کړې او د ژبو د تاریخ په اړه یې زموږ درک بدل کړ.
دې ژبې دا هم وښودله چې له نورو ژبو سره تعامل او له هغوی څخه اغېزمنېدل د ټولو ژبو د تاریخ یوه طبیعي برخه ده او د یوې ژبې هویت د هغې د لغتونو په سوچه والې سره نه بلکې په بنسټیز جوړښت او تاریخي بهیر سره ساتل کیږي.
وروسته په منځنۍ اسیا کې د «تُخاري ژبې» موندنې، په داسې سیمه کې چې هېچا پکښې د هندواروپايي ژبې د موندلو تمه نه لرله، یو ځل بیا پوهان حیران کړل او د دې سترې ژبنۍ کورنۍ د پېژندنې او پراختیا په اړه یې د څېړنې لپاره نوې لارې پرانیستې.
د تُخاري ژبې حیرانوونکې ځانګړنه یوازې د هغې په لرغونتوب کې نه وه؛ بلکې تر هر څه ډېر، د هغې د موندل کېدو د ځای د امله و چې ژبپوهان یې حیران کړل. د دې ژبې له موندل کېدو وړاندې، ډېری څېړونکي په دې باور وو چې د هندواروپايي ژبو څانګې تر ډېره په اروپا، لوېدیځه اسیا، د ایران د فلات په ځینو برخو او د هند په نیمه وچه کې پراخې شوې دي. خو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې داسې یوه موندنه وشوه چې دغه انځور یې بدل کړ.
په همدې کلونو کې، د اروپايي، روسي او جاپاني لرغونپوهانو بېلابېلو ډلو د منځنۍ اسیا د لرغونو تمدنونو د څېړلو لپاره هغې سیمې ته سفرونه وکړل چې نن یې ډېره برخه د چین د سینکیانګ کورواکې سیمې په جغرافیه کې پرته ده؛ یوه وچه او کماوبه سیمه چې د «تکلامکان» د پراخې دښتې په څنډه کې پرته ده. ښايي د دې دښتې نوم ډېرو خلکو ته نااشنا وي، خو د لرغونپوهانو لپاره د تاریخ له رازونو ډکه یوه ستره خزانه ده.
د هغو ځمکو په منځ کې چې د شګو په پراخه دښته کې د شنو ټاپوګانو په شان خورې ورې پرتې وې، د بودايي صومعې پاتې شوني، پرېښودل شوي ښارونه او داسې کتابتونونه وموندل شول چې پېړۍ پېړۍ د روانو شګو لاندې پټ پاتې وو.
د سیمې وچ اقلیم د دې لامل شوی و چې ډېر لرغوني لاسلیکونه، روغ پاتې شي. کله چې څېړونکو دغه لاسلیکونه وڅېړل، له داسې یوې ژبې سره مخ شول چې نه چینايي وه، نه ترکي، نه مغولي او نه هم د دې سیمې له کومې بلې پېژندل شوې ژبې سره ورته والی درلود.
په پیل کې هېچا نه پوهېدل چې دا لیکنې د کوم قوم پورې اړوند دي. کلونو څېړنې او پلټنې ته اړتیا وه، څو څرګنده شي چې دغه متنونه د هندواروپايي ژبو د یوې ناپېژندل شوې څانګې پورې اړه لري؛ هغه څانګه چې وروسته پرې «تُخاري» نوم کېښودل شو.
دې موندنې علمي نړۍ حیرانه کړه. څنګه ممکنه وه چې د ختیځې اسیا په زړه کې، له اروپا څخه زرګونه کیلومتره لیرې، د هندواروپايي ژبو د کورنۍ یوه ژبه موجوده وي؟ دې پوښتنې کلونه د څېړونکو ذهنونه بوخت کړل او هغوی یې دې ته اړ کړل چې د هندواروپايي قومونو د کډوالۍ مسیرونه یو ځل بیا وڅېړي.
ورو ورو څرګنده شوه چې د هندواروپايي قومونو کډوالۍ تر هغه څه ډېرې پراخې او پېچلې وې چې مخکې انګېړل کېده. د دغو قومونو ځینې ډلې ختیځ لوري ته تللې وې او د منځنۍ اسیا له دښتو او غرونو څخه تر تېرېدو وروسته، د «تکلامکان د دښتې» په څنډو کې په حاصلخېزو سیمو کې مېشتې شوې وې. هغوی پېړۍ پېړۍ په همدې سیمو کې ژوند وکړ، خپله ژبه یې وساتله او ارزښتناک لیکلي اثار یې تر شا پرېښودل.
«تُخاري ژبه» په دوو اصلي ډولونو وېشل کېږي چې څېړونکو د مطالعې د اسانتیا لپاره هغو ته تُخاري «الف» او تُخاري «ب» نومونه ورکړي دي. دواړه ډولونه له یوې ګډې ریښې څخه راوتلي، خو د وخت په تېرېدو کې یې په لغتونو، ګرامر او تلفظ کې توپیرونه رامنځته شوي دي.
دغه توپیرونه هماغه د ژبو د بدلون طبیعي بهیر څرګندوي چې په تېره خپرونه کې مو پرې خبرې وکړې؛ هغه بهیر چې له امله یې نوې ژبنۍ څانګې رامنځته کېږي او هره یوه یې خپلواک مسیر تعقیبوي.
د ژبپوهنې له نظره، ُخاري ژبې ډېر ارزښتناک ځانګړنې ساتلې دي. د دغو ځانګړنو ځینې یې د هندواروپايي ژبو د کورنۍ په نورو څانګو کې په دومره څرګند ډول نه لیدل کېږي او همدا لامل دی چې تُخاري ژبه د لومړنۍ مورژبې د بیا رغونې لپاره له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي.
په دې ژبه کې هره کلمه، هر ګرامري جوړښت او ان هر غږیز بدلون، د هغې پازل یوه ټوټه ده چې ژبپوهان یې له کلونو راهیسې د بشپړولو هڅه کوي.
خو د ډېرو لرغونو ژبو په څېر، د دې ژبې برخلیک هم په خاموشۍ پای ته ورسېد. په منځنۍ اسیا کې د ترکي ژبو د ویونکو قومونو له پراختیا او د سوداګریزو لارو له بدلېدو سره، تُخاري ژبې ورو ورو خپل ځای نورو ژبو ته پرېښود. نویو نسلونو د خپلو نیکونو ژبه پرېښوده او د سیمې له دودو ژبو سره یې بلدتیا پیدا کړه.
په پای کې، تُخاري هم له هغو ژبو سره یوځای شوه چې نن یې هېڅ ویونکی نه شته او یوازې د لرغونو لاسلیکونو له لارې اوس کولای شو د هغې غږ واورو.
خو د یوې ژبې خاموشېدل تل د هغې د اغېز د پای ته رسېدو په معنا نه ده. کله ناکله یوه ژبه چې پېړۍ وړاندې له منځه تللې وي، لا هم د نورو ژبو په منځ کې ژوند کوي؛ د هغو کلمو په بڼه چې نورو ژبو ته یې پور ورکړی، د ځایونو په نومونو کې، یا په هغو ژبنیو جوړښتونو کې چې راتلونکو نسلونو ترې د میراث په بڼه کې اخیسته کوي.
له همدې امله، ژبپوهان مړې او خاموشې ژبې هم د ژوندیو ژبو په څېر په ډېر دقت سره څېړي؛ ځکه هره ژبه د بشریت د تاریخ یوه پاڼه ده.
د حِتّي او تُخاري ژبو ترڅنګ، یوه بله څانګه هم شته چې که څه هم نن ژوندۍ ده، خو د تحول مسیر یې د هندواروپايي ژبو له ډېرو نورو څانګو سره توپیر لري؛ هغه ارمني ژبه ده.
ارمني، د ارمنستان د خلکو ژبه، د هندواروپايي ژبو د کورنۍ له خپلواکو څانګو څخه یوه ده. د کلونو لپاره ځینو څېړونکو داسې انګېرله چې ارمني یوازې د ایراني ژبو یوه څانګه ده؛ ځکه په دې ژبه کې ایراني کلمې ډېرې دي. خو لا دقیقو څېړنو وښودله چې دا ورتهوالی د ایرانيانو او ارمنیانو د څو زره کلونو ګاونډیتوب او اړیکو پایله ده، نه د مستقیمې ژبنۍ خپلولي.
په حقیقت کې، ارمني ژبه له یوې خپلواکې ریښې څخه راوتلې ده، خو د تاریخ په اوږدو کې، په ځانګړي ډول په هخامنشي، اشکاني او ساساني پړاونو کې، یې زرګونه ایراني کلمې خپلې کړې دي. دا اغېز دومره پراخ و چې کله ناکله له دقیقې څېړنې پرته له ایراني کلمو څخه د ارمني اصلي کلمو بېلول ستونزمن کوي.
دا موضوع د ژبو ترمنځ د «خپلولۍ» او «اغېزمنېدو» تر مینځ د توپیر یوه روښانه بېلګه ده. دوه ژبې کولای شي پېړۍ پېړۍ د یو بل تر څنګ ژوند وکړي او زرګونه کلمې له یو بل څخه واخلي، خو بیا هم هره یوه یې په خپلواکه ژبنۍ څانګه پورې اړه ولري.
لکه څنګه چې فارسي، سره له دې چې ډېرې عربي کلمې یې منلې دي، لا هم یوه ایراني ژبه ده؛ ارمني هم د ایراني ژبو له ژور اغېز سره سره د ځان لپاره خپلواک ژبنی هویت لري.
د ارمني ژبې د پایښت له مهمو عواملو څخه یو، د میلادي پنځمې پېړۍ په لومړیو کې د ارمني لیکدود رامنځته کېدل وو. تر دې وړاندې، د دې ملت ډېر اثار په نورو ژبو لیکل کېدل، خو د ارمني الفبا له رامنځته کېدو سره د ارمنیانو د دیني، تاریخي او ادبي متنونو د پراخ لیکلو زمینه برابره شوه. همدې لیکدود د ارمنیانو د کلتوري او ژبني هویت په ساتنه کې مهم رول ولوباوه او د دې لامل شو چې دا ژبه د تاریخ له بېلابېلو لوړو ژورو سره سره تر نن ورځې پورې ژوندۍ پاتې شي.
که د ژبو تاریخ ته وګورو، وبه مومو چې لیکدود یوازې د لیکلو وسیله نه ده؛ بلکې د یوه ملت حافظه هم ده.هغه ژبه چې خپل لیکدود او لیکلي اثار ولري، د بقا لپاره یې چانس ډېر وي.
ډېرې هغه ژبې چې نن یې یوازې نوم پاتې دی، د لیکلو کومه پایداره دودیزه لاره یې نه لرله او د خپلو ویونکو په دلاسه ورکولو سره یې دوره هم ختمه شوې ده. خو هغو ژبو چې وکولای شول خپل فکر، دین، ادبیات او تاریخ پر پاڼو ثبت کړي، خپل میراث یې راتلونکو نسلونو ته ولېږداوه.
اوس، د هندواروپايي ژبو د کورنۍ له درېیو مهمو څانګو سره له بلدتیا وروسته، ورو ورو هغو ژبو ته نږدې کېږو چې د نړۍ د تمدن پر تاریخ یې اغېز د دې کورنۍ تر بلې هرې څانګې ډېر و.
په راتلونکې خپرونه کې به خپل سفر د یوناني ژبې له پېژندنې څخه پیل کړو؛ هغه ژبه چې نه یوازې د لرغونې نړۍ د سترو فیلسوفانو، تاریخپوهانو او عالمانو ژبه وه، بلکې اثار یې تر نن ورځې د نړۍ پر فکر، علم او ادبیاتو خپل سیوری غوړولی دی.
وروسته به وګورو چې څنګه له لاتیني ژبې څخه د اروپا سترې ژبې رامنځته شوې او هرې یوې یې د بشري کلتور او تمدن په تاریخ کې خپله نوې لار وټاکله.
او په دې ټوله لړۍ کې به هر ګام موږ د دې پروګرام اصلي موخې ته نږدې کړي؛ یعنې د هندواروپايي ژبو د کورنۍ د ایراني څانګې پېژندنه او په پای کې د نړۍ د یوې له لرغونو او بډایه ژبو، یعنې فارسي ژبې د رامنځته کېدو او تحول د کیسې بیان.