پاکستان کې لومړي ځل د ځیګر پیوند کاري وشوه
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کې د لومړي ځل لپاره د یوه مړه شوي کس ځیګر دوو(۲) ناروغانو ته پیوند کړی شو او دغه راز یوه مریض ته تریخې یعني پنکراس پیوند کړی شو.
د ځیګر دغه پیوند کول او د تریخي دغه پیوند کول د پاکستان کیډڼي اینډ لیور انسټي ټیوټ لاهور کښې ترسره شول.
د پاکستان د کیډني اینډ لیور انسټي ټیویټ د لاهور مشر «ډاکټر فیصل سعود ډار» په یوې مرکې کښې وویل چې د پنډۍ ښار د یوه مړه شوي کس د بدن غړیو د اوو کسانو ژوند وژغوره.
د پنډۍ د ښاریز دوه دیرش کلن« عزیز بن یاسین» ځیګر یوه ماشوم او یوه ځوان ته پیوند کړی شو.
ډاکټر فیصل سعود ډار وویل چې د عزیز بن یاسین ورکړل شوی تریخی یعني پانکراس د شوګر ناروغۍ یوه مریض ته پیوند کړی شو.
د وفات شوي کس «عزیز بن یاسین» د بدن غړي چې پکښې ځیګر ، پانکراس ، بختورکي او سترګې هم شاملې دي د شپې په مهال له بدن څخه وویستل شوې او د هغه سترګې او بختورکي د پنډۍ ښار څلورو مریضانو ته پیوند کړی شول.
د یوه مړه شوي کس د بدن د غړیو هدیه کول له اوو څخه تر لسو پورې د کسانو ژوند بچولای شي.
په پاکستان کښې هر کال زرګونو کسان د مړو کسانو د بدن د غړیو د نه هدیه کولو په وجه مري.