Mar 11, 2024 15:44 Asia/Kabul
  • د امریکا میرمنو د مړي په وسیله له بانک څخه پیسې وویستلې

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دوو میرمنو د یوه مړي بانک ته په وړلو سره د مړ شوي کس ډالر له بانک څخه وویستل.

د امریکا په اوهایو ایالت کښې دوو میرمنو د خپل شریک اتیا کلن ډګلس لیمن د مړي بانک ته په وړلو سره د هغه د بانک  له حسابونو او اکاونټونو څخه ټول  ډالر وویستل  او بیا یې مړي د بې وارثانو په شان د یوه روغتون په ایمرجنسي وارډ کښې پریښود.

دغه پیښه د امریکا د اوهایو ایالت په اشټابولا سیمه کښې رامینځته شوي ده او پولیسو هم دوې ښځې  درې شپیته کلنه «کیرن کاسبوهم» او پینځه پنځوس کلنه ښځه« لورین بي فیرالو» نیولي دي.

د امریکا پولیسو وویل چې دغه دوې میرمنې له ډير پخوا راهسې له دغه اتیا کلن سړي سره په کور کښې وسیدلې او کله چې اتیا  کلن ډګلس لیمن مړ شو نو هغوې مړی روغتون یا مرده خانې ته د وړلو پرځاې د یوه دریم کس په مرستې سره بانک ته یوړه.

له دې مخکې د امریکا دغه دوې میرمنې هره میاشت ډګلس لیمن د ګاډي د موټروان په څنګ کښې په څوکۍ کینولو سره  بانک ته تللې او له بانک څخه به یې پیسې ایستلې او دوې به ګاډی داسې ځاې کښې دروه چې د بانک کارکونکي له لیرې څخه ډګلس لیمن په ګاډي کښې کیناستلی وویني.

د ډګلس لیمن په مړ کیدا سره د امریکا دغو دوو میرمنو بیا هم هغه په ګاډي کښې د موټروان د څوکۍ په څنګ کښې کیناوه او د بانک کارکونکو داسې فکر کاوه چې ډګلس لیمن چې په مخکې څوکۍ باندې ناست دی ژوندی دی او د هغه د بانک ډالر یې دغو دوو میرمنو ته ورکړل.

د امریکا میرمنو د پیسو له ایستلو وروسته د ډګلس لیمن مړی په روغتون کښې پریښود  خو وروسته پولیسو ته ټیلي فون وشو او  یوه سړي د مړي په هکله یټول معلومات ورکړل.

د امریکا پولیسو ته دغه ټیلي فون هغه سړي کړی و چې هغه په ګاډي کښې د ډګلس لیمن د مړي په څوکۍ باندې کینولو کښې له دغو دوو ښځو سره مرسته کړي وه.

د امریکا میرمنو وویل چې دوې دغه د پور د ورکول او د ځینو بلونو د ورکولو لپاره دغه پیسې له بانک څخه ایستلي وې.

 

ټیګونه