ایران کې مختلف نوښتونه او پوهنیز او هنری لاسته راوړنې
په تېره اوونۍ کې په پوهنیز او هنري ډګرونو کې په ایران کې کومي لاسته راوړنې او نوښتونه تر لاسه شوي.
ینی، د بدن د داخلي غړو تر ټولو ستر غړی دی، چي د هاضمې او د مټابولیزم په بهیر کې مهم رول لوبوي او د انرجیو له ذخیره کولو او له خوړو څخه د انرجیو په تولید کې مرسته کوي.
ینی ته هر ډول زیان بدن لپار ستونزې رامینځ ته کوي او د ینی د خرابېدو په صورت کې ناروغ خپل ژوند د لاسه ورکوي، د یني پوري اړوندي ناروغۍ په نړۍ د مړیني پنځم لامل ګنل کیږي چي له امله یې د کاله یو میلیون انسانان خپل ژوند د لاسه ورکوي.
که څه هم د ینی پېوند کولایشي د ینې ضایعاتو لپاره مناسبه درملنه وي لیکن د یني د ناروغانو شمېر ورځ تر بلی زیاتیږي خو د یني د اهداکوونکو شمېر محدود دی نو دغه طریقه درملنه هم محدوده ګڼل کیږي او ټولو ناروغانو ته د لاسرسی نه دي.
په دې خاطر څېړونکي هڅه کوي چي د یني د بیارغولو لپاره کومه طریقه ولټوي.
د ایران د رویان د څېړنیز مرکز او د پرتګال د لیسبون د پوهنتون څېړونکې د یني د بیارغولو لپاره یوه طریقه کشف کړې، په دغه طریقه کې په بیوراکټور کې او په کنټرول شوې شرایطو کې د انسان د بنیادي حجراتو څخه د ینې د جوړښتونو په جوړښت تولیدیږي، د دې څېړنې پایلې ښیي چي په بیوراکټور کې د اکسېجنو د محلول خټه والې یا غلظت چي په ۳۰ سلنو تنظیم کړای شي د انسان د جنین د ینې په څېر د اندامونو د جوړېدو سبب ګرځي. د دې څېړنو پایلې د نړیوال بایو ټکنالوجۍ په مجله کې خپرې شوي دي.
د زړه ناروغۍ هم په پرمختللي او پراختیایي هیوادونو کې د مړیني تر ټولو ستر لامل بلل کیږي، په داسي توګه چي په ۲۰۱۳ کال کې تر ۱۷ میلیون زیات کسان په نړۍ کې د زړه د ناروغیو د امله ژوند د لاسه ورکړي دي او داسي وړاندوېنه کیږي چي دغه شمېر په ۲۰۳۰ کال کې ۲۳ ملیون نفرو ته ورسیږي، د زړه د جوړښتونو ترمیمول د زړه د ناروغیو د علاج لپاره تر ټولو غوره لاره بلل کیږي. د رویان د څېړنیز مرکز او د تهران د پوهنتون څېړونکي د زړه په جوړښتونو کې د مهندسی لپاره د مناسب جوړښت د رامینځ ته کولو په موخه د پلي کاپرولاکتون، ژلاتین، الژینات او په ارګانیک محلول طرحه کړي او ځانګړنه یې په ازمایښتون کې وڅېړل.
دغه څېړنې د زړه د جوړښتونو د رامینځ ته کولو لپاره د یو مناسب بستر د جوړېدو سبب ګرځي چي کولایشي د زړه د تپېدونکې حجراتو له تولید سره مرسته وکړي.،
د دغو څېړنو پایلې د Cell Journal په نړیواله مجله کې خپرې شوي دي.
په تېره اوونۍ کې په ایران کې د یو ډایرکټر له لوري د یو هنري لاسته راوړنې کتونکي و، د اوږده سینمایي فیلم (موږ څوک یو؟) چي د ابوالحسن کیوان په لیکوالی او ډایرکټری جوړ شو د کاناډا په ټورنټو کې د (Canadian cinematography Awards) په فیسټیوال کې تر ټولو د غوره فیلم او د غوره کمره مینی دوې جایزې تر لاسه کړې،
دغه ایراني فیلم چي په ټولنیزو موضوعاتو پوري اړوند جوړ شوی و د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه له سلګونو فیلمونو سره په سیالي کې اول نمبر راغی او هم د غوره فیلم او هم د ښه کیمره مینی ایوارډ تر لاسه کړ.
دغه نړیوال فیسټیوال هر کال د هنر او د خپلواکه فیلم جوړونې له صنعت سره د مرستي په موخه د کاناډا په ټورنټو ښار کې تر سره کیږي.
دغه فیلم تېر کال هم په دریو نړیوالو فیسټوالونو کې په امریکا، فرانسه او هالنډ کې د غوره پرډیوسری ۳ جایزې او د غوره فیلم دوې جایزې تر لاسه کړې، همدا اوس دغه فیلم په څو نړیواله معتبره فیسټوالونو کې منجمله د امریکې د هوسټون په ښار کې په ۵۴ فیسټوال کې هم منل شوی چي پایلې یې به ډېر ژر اعلان شي.
د دې فیلم د قیصې په لنډیز کې راغلی دی: بهرام د خپل خوښي وړ انجلۍ سره د ګډ ژوند فرصت د هغې د مهاجرت د امله له لاسه ورکړ، بیا پوهیږي چي مور او پلار یې هغه نه دي چي د یې رالوی کړی دی، تر دې وروسته بهرام له ژورو ننګونو سره مخامخیږي، هغه تر دې وروسته د خپل هویتي کړکېچ یا بحران لپاره د یو مناسب ځواب پسې ګرځي، هغه بحران یا کړکېچ چي د هغه د ژوند د ګډوډیو سبب وګرځېدا او له دغه هویتي تیت پرکوالې له ژورو څخه یوه پوښتنه رامینځ ته شوې ده: زه څوک یم؟ او تر هغه مهمه پوښتنه: موږ څوک یو؟
په یوه بله هنري لاسته راوړنه کې محمد احساني د روزنې د اسلامي نړیوالي ادارې یا آیسسکو له لوري د نوښت د رامینځ ته کولو جایزه تر لاسه کړه، دغه جایزه د سولي او د چاپېرل په زمینه کې د اسلامي هیوادونو په کچه محمد احساني د ایران په استازیتوب تر لاسه کړه.
د دغه ادارې د نوښتونو کلني جایزې په اسلامي هیوادونو کې نوښتګرانو ته ورډالۍ کیږي.
ایسسکو د روزنې او پوهنیزو چارو اسلامي نړیواله اداره یوه فرهنګي اداره ده چي د اسلامي نړیوال کنفرانس یوه څانګه شمېرل کیږي اچي د ۱۹۷۹ میلادي کال په مې میاشته کې تاسیس شوې ده.
د ایسسکو مرکزي اداره د المغرب په رباط ښار کې موقعیت لري او د نړۍ ۵۷ اسلامي هیوادونه منجمله ایران په کښې غړیتوب لري، دغه مسلکي نړیواله اداره د (OIC) اسلامي ادارې تر نظارت لاندې فعالیت کوي، او د اسلامي هیوادونو تر مینځ د پوهنیزو، فرهنګي او روزنیزو اړیکو د پیاوړي کولو په موخه فعالیت کوي.
د (روزګاري هامون) (کارون) (دود) (بانوی ارومیا) (ګنبد مینا) (تبریز د هیره شوې دنیا انځور) (ایډز ایران) (رخش بر نقش) د محمد احساني له هغو فیلمونو په قطار کې راځي چي د چاپېریال په اړه په کښې بحث کیږي.